امريكا په نړۍ كې تر ټولو لويه نړیواله ترهګري رهبري كوي

ډاکټر آصف
كه چېرې سړى د ښکیلاکګر د موخو پر جزئياتو ډېر پوه نشي، خو پر عمومياتو يې پوهېدل چندانې ستونزمن كار ندى، انګريز چې څه كړي، فرانسويانو چې څه كړي يا نورو ښکیلاکګرو اروپايي هېوادونو، شوروي او دا دی تر دويم نړيوال جنګ را وروسته چې ښکیلاکګره امريكا په كومه څېره كې را څرګنده شوې دا معلومي خبرې دي.
يو وخت و چې زموږ هيأتونه به امريكا ته تلل، صدراعظمان به مو تلل، د بهرنيو چارو وزيران به مو تلل خو امريكا به يې سلام نه اخیست.
د داوود خان د عظمى صدارت پر مهال چې ريچاردنكسن چې هغه وخت د امريكا د ولسمشر مرستيال و كابل ته راغى، زمونږ حكومت په شهرنو كې اوسنى انصاري واټ د هغه پر نامه ونوماوه او له هغه نه وغوښتل شو چې افتتاح يې پر خپلو مبارکو! لاسونو وكړي او دغسې هغه ته یو شمیر ځانګړي افغاني سوغاتونه هم تهيه كړاى شوى وو؛ خو هغه چې کله امريكا ته بیرته ستون شو، د افغانستان او افغانانو په باب يې ډېرې ستغې سپورى وويلى او افغانان يې يو وحشى قوم معرفي كړ. علت یې دا ويل كيږي چې يو شمېر روس پلوه عناصرو د روسانو په اشاره د هغه پر وړاندې منفي عكس العملي حركت وكړ او آن چې د هغه موټر يې په هګيو وويشت، خو ریچاردنکس ته دا هسې بهانه شوه ځکه چې تر دې د مخه د افغان چارواكو بيا بيا مراجعې هم امريكا دې ته ونه هڅولاى شوه چې افغانستان ته د دوستۍ لاس راوغځوي. هغه مهال د افغانستان او پاكستان تر منځ د پښتونستان پر مساله سوړ جنګ ښه په زوركي و، پاينده خان، توكل خان او شاه پسند خان چې دا دريواړه مستعار نومونه وو، د پيښور راډيو د افغانستان پسې د بدو تبلیغاتو لپاره ټيكه كړې وه او همدارنګه به افغانستان د پښتونستان په خپرونه كې په پاكستان پسې منفي خپرونې كولې او د دواړو هېوادونو اړيكي ډېرې ترينګلي وې.
كله چې امريكا، افغانستان ته د دوستۍ لاس ورنكړ، داوود خان ځان مجبور وليد چې يوه لويه جرګه راوغواړي او دا موضوع پکې مطرح كړي، لويې جرګې حكومت ته صلاحيت وركړ چې له هره ځايه وي وسله و پېري او ځان مسلح كړي. داوود خان پر مسكو ورمنډه كړه او روسانو هم چې له خدايه همدا شېبه غوښته له واره يې د داوود خان غوښتنو ته هركلى ووايه، سم له واره يې سل مليارده ډالر پور وركړ چې داوود خان د دوه پنځه كلنو پلانونو په اړه ترينه كار اخیستلو چې لومړى يې عملي شو او دوهم يې د ده په استعفا سره بې تطبيقه پاتې شو. روسانو هم د دويم نړيوال جنګ وسلې او ټانكونه ترميم او رنګ او روغن كړل او پر افغانستان يې وپلورل، هغه مهال جنرال عارف خان د دفاع وزير و، وروسته د ثور د اوومې نېټې په كمونستي كودتا كې معلومه شوه چې د همغه عارف خان زوی د خلق دموكراتيك ګوند فعال غړى و او په كودتا كې يې هم فعاله برخه واخیسته چې د كودتا په دوران كې ووژل شو چې بيا د كمونستي كودتا انقلابی شورا د نادريې لېسه د هغه په نوم (عمر شهيد؟) ونوموله. د داوود خان اټكل دا و چې روسان به د پښتونستان په مسأله كې د پاكستان پر وړاندې له ده سره مرسته وكړي خو دا دده يوه سياسي تېروتنه وه.
تر كومه وخته چې پخوانی شوروي ژوندى و، امريكا هغه په نړيواله كچه خپل لومړى درجه دښمن ګاڼه او بيا چې د كمونيزم بلاك د ويتنام په جنګ كې د ويتنامي ولس ننګه وكړه او امريكا هلته شرميدلې ماته وخوړه او تر اوسه پورې يې هغه ټپ نه هيريږي چې په ويتنام كې يې وخوړ، نو كله چې شوروي پر افغانستان د نظامي یرغل تيروتنه وكړه، امريكا د تبر لاستى پيدا كړ او د افغان مجاهدينو تأیيد يې وكړ؛ خو كله چې په افغانستان كې د روسانو ماتې يقيني شوه، امريكا د مجاهدينو د پښو پر وهلو پیل وكړ، په لومړي سر كې يې د مجاهدينو حكومت هم په رسميت ونه پيژاند نه يواځې امريكا چې ټول غرب، د مجاهدينو په دوره كې د غربيانو د سفارتونو دروازې د مجاهدینو په وړاندې وتړل شوې، د طالبانو په وخت كې هم همدا وضع وه؛ خو كله يې چې افغانستان ته د راتګ نيت وكړ، نو يي د سپتمبر د ۱۱ پېښه را مینځته كړه او دا بهانه يې لاسته راوړه چې دا كار القاعده كړى او د القاعده مشران په افغانستان كې دي، نو ځكه يې د القاعده د كوربنو د حكومت د رانسكورولو اراده وكړه.
كله چې امريكا افغانستان ته راغله نو پوهو شخصیتونو ته دا جوته شوه چې امريكا له افغانستانه د وتلو اراده نه لري. چې همداسې وشول، كله چې امريكا پر افغان چارواكيو د امنيتى تړون لاسليكول تحميل كړل (چې دا د شرم پچه د ډاكتر اشرف غني او ډاكتر عبدالله په نامه وخته) نو معلومه شوه چې امريكا به دلته د اوږدې مودې لپاره پاتې کیږي، لكه چې د پنځوسو كالو د پاتې كيدو خبره هم د امريكايي چارواكو له خولې راووته او اوس خو د امريكا د مركزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف وايي چې دا احتمال شته چې امريكا د تل له پاره په افغانستان كې پاتې شي.
جنرال عبدالجبار قهرمان په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې:
امريكا په افغانستان كې د توغنديو عصري دفاعي سيستم جوړوي او غواړي په دې توګه د كابل او بګرام امريكايي اډې پرى وساتي.
له افغانستانه د امريكايي عسكرو د وتلو او نه وتلو په اړه د امريكا ضد او نقیض تصامیم دا ښيي چې امريكا فقط د نړيوالو د اذهانو د غولولو لپاره كله وايي وځي، كله وايي پاتى كيږي، كله د خپلو عسكرو د كمولو او كله د زياتولو خبرې كوي، خو ريښتيا خبره دا ده چې امريكا په افغانستان كې د ډېرو شپو ميلمنه ده ځكه چې حقیقت دادی چې امريكا خو افغانستان ته نه په القاعده پسې راغلې او نه هم د ترهګرۍ د ټكولو لپاره، ځكه امريكا پخپله په نړۍ كې تر ټولو لويه دولتى ترهګري رهبري كوي.



