د امريکا دفاع وزير: پرته له شکه، له ۲۰۱۶ وروسته هم افغانستان کې يو

کابل ټکی کام ۱۴میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر ټينګار کړی دی، چې پرته له شکه د امريکا نظامي ځواکونه به له ۲۰۱۶ز وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

امريکايي چارواکو پخوا په دې غور کاوه، چې د دغې نېټې له رارسېدو سره افغانستان پرېږدي.

خو د افغانستان د ګډ حکومت مشر اشرف غني په بيا بيا له امريکا وغوښتل، چې افغانستان پرېنږدي او له ۲۰۱۶ز وروسته هم خپل پوځونه دلته پاتې کړي.

په افغانستان کې اوسمهال ۱۰۰۰۰ امريکايي ځواکونه مېشت دی، چې له افغان حکومت سره د شوي امنيتي تړون له مخې به د افغان ځواکونو پوځي تربيه او مشاورت کوي او په جګړه کې به ونډه نه اخلي.

خو ناټو ځواکونو د دولت او طالبانو په وروستيو جګړو کې خپل حضور څرګند کړ او په کندز کې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګېدل، چې د ډېری شنونکو په اند دا له امنيتي تړون څخه سرغړاوی دی.

په تازه څرګندونو کې د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر ويلي دی، چې امريکا به له ۲۰۱۶ز وروسته هم افغانستان پرېنږدي.

هغه د اسپانيا له دفاع وزير سره په ګډ خبري کانفرانس کې زياته کړه، چې بنيادي خبره چې غواړم ټينګار پرې وکړم، دا ده چې امريکا او ناټو به له دغې نېټې وروسته هم په افغانستان کې وي، په دې کې هيڅ شک نه شته، د افغان ځواکونو ملاتړ به دوام وکړي.

سره له دې چې امريکايي لوړرتبه مامورينو د کندز جګړې ته په کتو ويلي وو، چې دغه جګړه يې له افغانستان د پوځ د ويستلو پر مهالوېش هيڅ اغېز نه لري، خو دفاع وزير کارټر ويلي دي، چې ولسمشر اباما به په دې اړه ډېر ژر تصميم ونيسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button