بغداد کې ۳ چاودنو ۶۰ تنه وژلي دي، لسګونه نور ټپيان دي

د عراق په پلازمېنه بغداد کې درې پر له پسې چاودنو لږ تر لږه ۶۰ تنه وژلي دي او لسګونه نور ټپيان دي.
د عراق روغتيايي چارواکي وایي، د پېښو ډېری ټپيان په خطرناک روغتيايي حالت کې دي او شايد په مړينه کې زياتوالی راشي.
د عربي رسنيو له مخې لومړۍ چاودنه تېره ورځ د بغداد ختيځ لور ته په يوه مارکېټ کې وشوه، چې له امله يې نږدې ۴۰ تنه ووژل شول.
دويمه چاودنه د بغداد په حسينيه سيمې رامنځته شوې ده چې له امله يې ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د بغداد په الزبير سيمه کې بیا دريمې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي دي.
چارواکي وایي، په درې واړو چاودنو کې پر وژل شويو برسېره لسګونه کسان ټپيان هم دي.
د چاودنو پړه تر دې دمه هيچا پر غاړه نه ده اخستې خو ګمان کېږي چې د تل په څېره به داعش جنګیالو ترسره کړې وي.



