(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۷ ) الماس خدرخېل
د ۲۰۱۶ کال شپږيزې سياليو کې د لوبېدو لپاره، څلور پاکستاني د کرکټ لوبغاړي کابل ته راورسېدل، چې په دې لوبغاړو کې کامران اکمل، سلمان بټ، ناصرجمشيد او محمد اصف شامل دي. خالد لطيف او د زمبابوی هېواد تکړه لوبغاړی سکندر رضا به هم په دې سياليو کې د لوبېدو په موخه کابل ته راورسېږي.
ويل کېږي چې دغه بهرني لوبغاړي به په بېلابېلو لوبډلو کې ولوبېږي او د بهرنيو لوبغاړو لپاره پکې په نړيوال معيار ټولې اسانتياوې هم برابرې شوي دي.
دا په لومړي ځل په کور د ننه سياليو کې، د نورو هېوادونو لوبغاړي لوبې کوي.
















