(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۷) الماس خدرخېل
شهرام اميري، چې ايرانی اتومي ساينس پوه و، د ۲۰۰۹م کال په سعودي عربستان کې تر حج کولو وروسته لا درکه شو، چې بيا يو کال وروسته، په امريکا کې راڅرګند شو او ويې ويل، چې د امريکا استخباراتو تښتولی و او له ده يې په زوره پټ معلومات ترلاسه کړي، ويل کېږي، چې اميري د ايران اتومي پروګرام په اړه ژور معلومات لرل.
د امیري مور ویل، چې د هغه کورنۍ د خپل زوی په غاړه کې د دار ځړولو نښې وليدلې او وروسته مو خخ کړ.
دغه ايرانی ساينس پوه، د امريکا له څارګرې ادارې څخه وتښتېد او په ۲۰۱۰ کال کې، په ايران کې راڅرګند شو، چې د ايراني اولس لخوا يې، د يو اتل په توګه هرکلی وشو. چې ډېر زر د ايراني حکومت له خوا د خيانت کولو په تور ونيول شو.
بلخوا امريکايي چارواکو ويلي، چې شهرام اميري د امريکا متحده ايالاتو ته په خپله خوښه ورغلی او هغوی ته يې ګټور معلومات ورکړي.
















