( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۷) زرغون خوږیاڼی
د حج او اوقافو وزارت ويلي، چې سر له سبا به سعودي عربستان ته د حج د فریضي د ادا کولو لپاره د افغانانو د لېږد پروسه پيل شي، ددې وزارت چارواکو ویلي، چې هره ورځ به نږدې تر ۱۰۰۰ تنه سعودي عربستان ته ولیږدول شي.
د افغانانو د لیږد پروسه به ۲۳ ورځې وخت واخلي.
د دغه وزارت د وياند مرتضى حامد ویلي، سږ کال به ۲۴ زره افغانان سعودي عربستان ته د حج د فریضي د ادا کولو لپاره واستول شي.
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وویل، چې سږ کال سعودي عربستان ته د افغانانو د لیږد تړون له اریانا هوايي شرکت په ۶۵ سلنه امريکايې ډالر تحفيف سره شوی دی.
وزیر وویل، چې دغه کسان به د کابل، هرات، مزارشریف او کندهار هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان ته لاړ شي.
ارشاد، حج اواوقافو وزیر زیاته کړه، په روان کال کې به دهرحاجی لګښت (2300) ډالر وي. د اپه داسې حال کې ده، چې دوه کاله مخکې د يوحاجی لګښت ۲۷۰۰ډالره وو.
د حج او اوقافو وزیر مسافرو ته د برابرو شوو اسانتیاو په اړه وویل، چې په سعودی عربستان هېواد کې د هوټلونو په کرایه، دغذا په چمتوکولو، ترانسپورتې او روغتیايي خدمتونو کې یو لړ اسانتیاوې او سهولتونه رامنځ ته شوی دي.
وزیر وویل، مسافرو ته به ۳ وخته افغاني خوراک او د زمزم اوبه ورکول کیږي.
عثماني وویل، چې د مسافرو د اوسیدو لپاره یې د حرم شریف سره نېږدې يې ۲۴ ودانۍ نیولي، چې له ۱ او ۲ کیلو متره مسافه کې دي.
















