کابل ټکی کام: ۱۳۹۵ل ، زمری ۱۷مه، بصیراحمد پاڅون
طالبان وایي : تیره ۱۱ بجې یې د کندز د ضاخیلو په سیمه کې د کوماندو عسکرو په برحال قوماندان برید کړی او په دې ناڅاپي برید کې قوماندان اقبال شاه ځای پرځای وژلی دی.
طالبانو په هغه خبرپاڼه کې چې نن ماښام یې خپره کړي ویلي چې نوموړی پخوا د دفاع وزارت د پوځي استخباراتو افسر و او په ډیره بیرحمۍ یې مسلمانان شکنجه کړي دي.
د کندز ولایت چارواکو د اقبال شاه د وژنې په اړه څه نه دي ویلي خو نن یې د کندز په ولایت کې دشلو طالبانو د وژلو ادعا کړي وه چې طالبانو یې دا ادعا رد کړي ده.
















