کاپیسا: د ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بریښنا بند جوړیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۷) زرغون خوږیاڼی

په کاپيسا ولایت کې د ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا بند جوړیږي، ویل کیږي چې یاد بند به د دغه ولایت په شمول به څو ګاونډیو ولایتونو ته هم برېښنا ورکړي.

د کاپيسا د والي ویاند قیس قادري نن وول، چې  کاپيسا ولایت په نجراب ولسولاۍ د باغ دره په سیمه کې د اوبو او برېښنا وزارت تخنیکي او مسلکي ټیم سروې کړی ده.

ویاند وايي: د یادې سروی له مخې به د ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه ستر برېښنا بند جوړ شي، چې یو افغاني شرکت د دغه بند د جوړولو لپاره تیاری ښودلی او سیمه يې هم کتلې ده.

دا بند به۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولیدولو ظرفیت ولري.

قادري ویلي، چې د دغه برېښنا بند څخه به د کاپيسا ټولو ولسوالیو په شمول پنجشیر، پروان او د کابل ځېنې برخو ته برېښنا ورکړل شي.

قیس قادري ویلي، چې د دغه بند په جوړلو په لومړي پړاو کې به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او له یاد بند څخه به د پنجشیر، سالنګ او غوربند اوبه هم کنترول شي او له دې بند څخه به ډیری دښتې او کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button