کابل ټکی کام: ۱۳۹۵ل، زمری۱۷مه بصیرحمد پاڅون
نن د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسه وتلیو سیمو او دتیرې شپې په جګړه کې د وژل شویو عسکرو د جسدونو د وړلو لپاره درې ځله د طالبانو پر سنګرونو تعارضي بریدونه وکړل، خو طالبان وایي چې د دولتي ځواکونو درې واړه بریدونه یې شنډ کړي او د زیاتو تلفاتو په لیدلو د جګړې له ډګره تښتیدلي دي.
طالبان وایي: چې دتیرې شپې له جګړې نه دوه تنه مسلح تښتیدلي عسکر یې هم د جوارو په فصلونو کې پیدا کړي او د اسیرانو په توګه یې له ځان سره بیولي دي.
ماښام یو ځل بیا دولتي ویاندویانو طالبانو ته د زیاتو ځاني تلفاتو وراړولو ادعاوې وکړي خو طالبان یې ادعا بې بنسټه بولي او وایي چې د عسکرو مړي اوس هم په نیول شویو پوستو کې پاتې دي.
















