کابل: د امریکايي پوهنتون یو امریکايي او یو استرالیايي استادان تښتول شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۸) زرغون خوږیاڼی

په كابل كې د امريكا د متحدو ايالتونو د پوهنتون دوه استادان، چې یو یي امریکايي او بل استرالیایي دی، د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پېښه تائيد کړې، ده  ويلي دي، چي تیر ماښام ۸:۳۰ بجې دغه دواړه پروفیسران امریکايي پوهنتون ته نږدې د ملي اردو په يونيفورم کي وسله والو کسانو يرغمل او تښتولي دي.

ویاند ویلي، چې د امریکايي پوهنتون بهرني استادان پرته له امنیتي کسانو څخه بهر په چکر وه، چې د پېښې ښکار شول.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي وايي، چې د امریکايي پوهنتون بهرني استادان په دارالامان سیمه کې له خپل موټر څخه د وسلو په زور ښکته شوي او تښتول شوي دي، اوس په دې اړه پلټنې روانې دي.

بلخوا په کابل کي د امريکا سفارت ویلي، چې دواړه پروفیسوران د پوهنتون دننه څخه د وسلې په زور ویستل شوي دي؛ خو د نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې.

همدارنګه په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، د وسله والو پوځي جامې پر تن وې او د پوهنتون لومړۍ دروازې ته له ننوتو وروسته یې دغه کسان د وسلو په زور وتښتول.

په کابل کي د ستراليا سفارت هم تائيد کړې ده، چي يو استراليايي استاد تښتول شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button