په غور ولايت کې دوه ښځو ځانوژنه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۸) الماس خدرخېل
د غور والي غلام ناصر خاضع، د حقوق بشر کميسيون ته د دغې پېښې په اړه معلومات ورکړل.
د غور والي وويل، چې دغه دوه خزو د کورني تاوتريخوالي له امله خودکشي کړې.
د هغه په خبره، يوې ښځې ځان د رسۍ په توسط راځړولی و او بلې ښځې ځان په مرمۍ وويشت.
په دې ورستيو کې د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې د ځانوژنې پېښې ډېرې شوي
ويل کېږي، چې په افغانستان کې زياتره د ځان وژنې قربانيانې يې ښځې دي.
ځان وژنه د یوې ټولنیزې او روغتيايي ستونزې په ټوګه پېژندل شوې ده او علت يې لوږه، کورنی تاوتریخوالی او جنسي تېري ښودل شوي دي.



