کابل ټکی کام: (زمری ۱۹مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
د ملا رسول ډلې مرستیال او په ارزګان کې نظامي قوماندان ملا اخترمحمد اخند او د دوی اړونډ ټولو طالبانو او مجاهدینو پرون د یوې سترې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به د شیخ الحدیث مولانا هبةالله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو په لیکو کې د هیواد دازادۍ او اسلامي نظام د قائمیدو لپاره کار او فعالیت کوي .
په هغه خبرپاڼه کې چې طالبانو خپره کړي ویل شوي چې د بازمحمد حارث، ملا اخترمحمد اخند او د دوی اړوند طالبانو د بیرته یوځای کیدو او بیعت هرکلی کوي.
د ملا رسول ډله هغه وخت د طالبانو له تحریک نه بیله شوه چې د طالبانو د تحریک مؤسس ملا محمد عمر مجاهد مړینه اعلان او پرځای یې ملا اخترمحمد منصور د مشر په توګه اعلان شو، ملارسول په اخترمحمد منصور او د ده په پلویانو تور پورې کړ چې د پاکستان د استخباراتو سره ژورې اړیکې لري او ټاکنه یې د هغوی له خوا شوي ده.
خو د یو کال په اوږدو کې د ملا رسول ډلې ډیری پلویان د اخترمحمد منصور او د طالبانو د نوي مشر هبةالله اخندزاده سره یوځای شول.
د ملارسول ډلې په اړه داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د افغانستان د ملي امنیت او ملي امنیت شوری چې مشري یې حنیف اتمر کوي د ملا رسول ډلې ته وسلې او پیسې ورکوي او د طالبانو د لویې ډلې سره یې مخالفت او دښمنۍ ته هڅوي.
تیره میاشت د هرات د ولایتي شوری او ولسي جرګې ځینو وکیلانو رسنیو ته وویل چې د ملي یووالي حکومت د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملا رسول ډلې ته وسلې او پیسې ورکوي.
درې میاشتې وړاندې په یو راپور کې راغلي وه چې د ملا رسول ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازی د ملي امنیت په یوځانګړي ملمستون کې لیدل شوي او داسې ګمان کیده چې له دولتي لوړ پوړو چارواکو سره د نویو پلانونو په طرح کولو، د وسلو او پیسو ترلاسه کولو لپاره کابل ته تللی چې له هغې وروسته د هرات په شینډنډ ولسوالي کې د طالبانو دواړو ډلو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې او له یوسل نه زیات طالبان پکې ووژل شول، په دې نښتو کې د افغانستان حکومت اړوند اربکیانو او عسکرو د ملارسول ډلې سره اوږه په اوږه ولاړ و او د هبةالله اخندزاده په مشرۍ له طالبانو سره زوروره جګړه وکړه
د ملارسول له ډلې نه د ملا بازمحمد حارث او اخترمحمد اخند جدا کیدل به د ملا رسول ډله سخته کمزوري کړي او د طالبانو لویه ډله به له پخوانه هم غښتلي او متحده پاتې شي.


















