د خوست ولایت امنیتي چارواکو په دې ولایت کې د کلدارې پر راکړه ورکړه بندیز لګولی دی، دوی له دوکاندرانو او د ښار اوسیدونکو څخه غوښتي، چې افغانۍ زمونږ ملي هویت دی باید په راکړه ورکړه کې خپلې افغانۍ پولي واحد وکارول شي.
چارواکو خبر داری ورکړی دی، که چا په خپلو خرڅولو او اخیستلو چارو کې کلداره وکاروله نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د خوست ولایت امنیه قومندان فیض الله غیرت وویل، افغانۍ زمونږ ملي هویت دی، افغانۍ د اقتصاد او سياست د پياوړي کېدو ښکارندويي کوي، باید په خپلو سوداګریزو چارو کې افغانۍ وکارول شي.
غیرت ویلي، د هیواد په سوداګریزو چارو کې د کلدارې کارول زمونږ ملي هویت تر سوال لاندې راوستی دی.
دا په هیواد کې د قندهار او پکتیا وروسته درېيم ولایت دی، چې په کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې بندیز لګول کیږي.
د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې د بهرنيو اسعارو د کارونې پر ضد ګډ کمپاين پيل شوی دی او د چارواکو پام دې مسئلې ته اوښتی دی، چې د ملت هیلي یې هم راټوکولي دي.


















