(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۹) الماس خدرخېل
د بې پولې ډاکټرانو ادارې ويلي، چې تېره ورځ د سوريې په شمال کې د ماشومانو يو روغتون باندې بمبار شوی او په نتيجه کې يې ۱۳ تنه وژل شوي.
د دوی په يوه اعلاميه کې ويل شوي، د څلورو هوايي حملو نه يې، دوه حملې د ادلب ښار په يو روغتون شوي، د دوی په وينا په دې حملو کې د روغتون شپږ کارکوونکي ټپي شوي.
تېره مياشت ملل متحد خبر ورکړو چې ۴۴ حملې د سوريې په روغتيايي مرکزونو شوي.
تیره ورځ د روسيي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ، چې ۶ بم غورځونکو Tu-22M3 دوله الوتکو په سوریه کې د «داعش» پر مورچلو بمباري کړي ده، چې شاید د ماشومانو دا روغتون هم همدغو الوتکو په نښه کړی وي.
همدارنګه د اکتوبر په مياشت کې يوې طیارې د بې پولې ډاکټرانو يو روغتون په نښه کړ، چې ۴۲ تنه پکې ووژل شول .
بايد وويل شي، چې د هېواد په دننه کندوز ولايت کې هم، څو مياشتې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو په يو روغتون امريکايي طيارو بمباري وکړه، چې پکې لسګونه هېوادوال ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.


















