(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۹) زرغون خوږیاڼی
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو د استازي عبدالستار خواصي پر کور وسله وال برید شوی دی.
رسینو ویلي، چې خواصي د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې خپل کلي اشتر شهر ته د چکر لپاره تللی و، چې وسله والو په نښه کړ.
د پروان د شینوارو ولسوالۍ امنیه قومندان حسین شاه مقصودي ویلي دي، چې خواصي تېره ورځ ددې ولایت شینوارو ولسوالۍ د مرکز سره نږدې خپل کور ته د تفریح لپاره راغلی و، چې تېره شپه ۷:۳۰ بجې یې پر کور وسله والو برید وکړ؛ خو د خواصي د ساتونکو له مقاومت سره مخ شول او چاته زیان ونه رسید.
یاد قومندان ویلي، چې بریدګرو د شپې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې جګړه وکړه او نور امنیتي ځوکونه یې هم کومک ته ور ولیږل شول.
ویل شوي، چې په پېښه کې خواصي ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
تر اوسه چا د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.


















