کابل ټکی کام: (زمری ۱۹مه، ۱۳۹۵) بصیراحمد پاڅون
د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې تیره شپه د درنو نښتو خبر ورکړل شوی طالبانو د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې ( د عمري عملیاتو په لړ کې یې د مومن خان او شین تل ۲ قرارګاوي ، د فضل الدین دوراهي یو ماموریت ، د شګلن سړک ۲ پوستې د خواجه بابا ۲ پوستې او د ژړصاب په سیمه کې یوه پوسته د ډیرو پراخو سیمو په شمول په ټولیزه توګه فتح کړي او ګوډاګي دښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتي چې د ۱۴ تنه وژل شویو ګوډاګیانو جسدونه یې د جګړې په ډګر پاتي شوي دي)
طالبانو پدې خبرپاڼه کې د دوو رینجرو او یوغټ اکمالاتي موټر ترڅنګ د زیات شمیر سپکو او درنو وسلو او پوځي مهماتو د نیولو ادعا هم کړي.
دفاع وزات نن رسنیو ته ویلي چې په هلمند کې یې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۸۵ تنه طالبان وژلي ۴۳ تنه یې ټپیان کړي او لس عرادې موټر یې له منځه وړي دي.
مګر طالبانو د دفاع وزارت ادعا په دروغو لیکه کوي او وایي چې د پرون ورځې او تیرې شپې په جګړو کې هیڅ د سر زیان نلري.
د هیواد په لروبر کې دطالبانو بریدونه هغه مهال زیات شول چې د ملي یووالي د حکومت مشر محمد اشرف غني او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نکولسن د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې پر طالبانو هجمومي او تعرضي بریدونه وکړي. د هلمند، فراه، کندز او غزني په ولایتونو کې له نښتو معلومیږي چې دفاعي او امنیتي ځواکونه د تهاجم او تعرضي حالت نه دفاعي حالت ته راغلي.
طالبانو د هلمند او کندهار تر منځ لویه لاره هم له تیرو څلورو ورځو راهیسې د نهرسراج شیندک مانده په سیمه کې تړلي ده. په دې څلورو ورځو کې دولتي ځواکونو هلمند او کندهار خواوو نه پنځه ځله هڅه کړي په دې نه دي توانیدلي چې دا لاره خلاصه کړي هر ځل یې چې د لارې د خلاصون هڅې کړي له زیاتو تلفاتو سره پر شا تمبول شوي دي.


















