ډاکټر آصف
افغانستان یو عجیبه ټاټوبی دی او خلک یې هم عجیبه دي او غیر مترقبه پیښې یې تعجب نور هم ورزیاتوي.
عربي هیوادونو کې د عربو په اړه په عربي ژبه کې یو مشهور متل دی چې وایی: العرب لا یقرءون و اذا قرءوا لا یفهمون و اذا فهموا سرعان ما ینسون و لا یذکرون.
یعنی عربان اول مطالعه نه کوي او چې مطالعه وکړي نو پر موضوع صحیح نه پوهیږي او کله چې پر موضوع یو څه پوه شي نو بیا یې زر له یاده باسي او بېرته نه ورپه زړه کیږي.
دا فارموله په خپلو خلکو کې هم ډیره ګورم، که پر ټولو اړخونو یې بحث وشي نو موضوع به ډیره اوږده شي دلته به یواځې په یوه برخه سره د زړه خواله وکړو او هغه دا چې په دې اوس وخت کې یو شمیر همدغه ډول ناپوهه خلکو د افغانستان په ځینو ښارونو کې یوې خوا او بلې خواته د ځینو منحوسو څیرو انځورونه چاپ کړي او ځړولي دي او په ډیر وقاحت سره یې ورسره د اتل شهید!!! فلاني لیکنه کړې ده.
منحوسې څیرې ځکه ورته ویلای شو چې دې ډول خلکو د خپل پلرني هیواد او خپلو هیوادوالو پرخلاف (چې د ده وینه او هډوکی ورسره شریک دي) د اسلام او انسانیت له دښمنانو سره پټې معاملې کړي او د دې هیواد د ورانولو او ویجاړولو او د دې هیوادوالو د پو پناه کولو لپاره یې ځانته جواز برابر کړی دی او بیا یې عملا همدغسې شوم اعمال ترسره کړي هم دي، چې ټول افغانان او ټوله نړۍ پرې شاهده ده.
دوی د ملحد ډاکټر نجیب انځورونه په هر لورې ځړولي، او د اتل شهید ډاکټر نجیب لقب یې ورکړی دی چې په هیڅ دین او هیڅ مذهب او هیڅ منطق دا سپیڅلی لقب داسې یوې پیژندل شوې څیرې ته نشي ورکول کیدای.
اوس که له دغو ښاغلیو نه پوښتنه وشي چې آیا تاسې اسلام مطالعه کړی؟ آیا تاسې شهید پیژنۍ؟ آیا د شهید لفظ د اسلام د سپیڅلي دین له احکامو څخه دی که د مارکسیزم او لیننیزم او نورو…. او شهید چاته ویل کیدلی شي؟ معلومه خبره ده چې د شهید لقب د اسلام لخوا هغو سرښندونکو مسلمانو مجاهدینو ته ورکول شوی چې په خپله هم مسلمان وي او د اسلام نه د دفاع په لاره کې ځان قربان کړی وي.
او برعکس اسلام هغه چاته کوم لقب ورکړی چی هم یې د اسلام له سپیڅلي دین نه عقیده اوړیدلي وي او هم یې ټول عمر د اسلام پر خلاف مبارزه کړي وي او بالآخره د شیطان په همدې کرغیړنه لار کې د مسلمانانو په لاس وژل شوي وي، څرګنده خبره ده چې اسلام دغسې خلکو ته د ډارن مردار لقب ورکړی دی نه د اتل شهید.
نو یو څوک چې له اسلام نه مرور شوی وي او بیا د اسلام د دښمنانو (روسانو) په غیږ کې تربیه شوی وي او بیا د همدغو اسلام دښمنه کړیو لخوا افغانستان ته د دې لپاره رالیږل شوی وي چې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف جګړه وکړي او بیا یې دغه جګړه عملاً کړي وی او په لکونو مسلمانان یې په زندانونو کې شکنجه او په پای کې یې وژلي وي، او هم یې د الوتکو په واسطه د ناپالم بمونو سره د هغوی کورونه نړولي وي او ماشومانو او ښځې یې ورته د ورانو شویو ودانیو لاندي کړي وی او په دې طریقه یې روسانو ته خدمت کړي وي او بالآخره د مسلمانانو په لاس وژل شوي وي، آیا اسلام خو پریږده کوم بل داسې منطق به هم وي چې دا ډول خلکو ته د اتل او یا شهید لقب ورکړای شي؟ نه هیڅکله نه.
آیا دا خلک مطالعه لري او کنه؟ که مطالعه لري نو په خبره پوهیږي او کنه؟ او که په خبره پوهیږي نو آیا له یاده یې باسي او که څنګه؟ او آیا بیا بیرته کله هم عقل سر ته راځي؟.
نو له بوتل نه اتل جوړول نه شرعا درست دی نه عقلا، ځکه چې نجیب ته شهید ویل هم په نجیب پورې خندا ده او هم د افغانستان پر مسلمان ولس پورې او هم د اسلام د مبین دين د سپیڅلو احکامو پورې او هم ځانته د آخرت شرم جوړول دي. بوتل ته اتل ویل د افغانستان له رښتینو اتلانو سره جفا ده او هم له منطقه په لیرې واټن کې خبره ده، او له ځان او قام شرمولو پرته بل څه نه دي.


















