کابل ټکی کام (زمری۲۱مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
طالبان وایي: پرون ماښام یې له یوې سختې جګړې وروسته د جانیخیلو ولسوالۍ دوې امنیتي پوستې پخپله ولکه کې اخیستي، زیات شمیر مرمۍ او نور پوځي توکي یې ولجه کړي او یو تن عسکر یې د اسیر په توګه نیولی دی.
د پکتیا ولایتي چارواکو پدې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو ولسوال عبدالرحمن سوله مل وایي چې امنیتي سرتیرو له دوو پوستو شاتګ کړی دی.
په جانیخیلو ولسوالۍ کې له یوې اونۍ راهیسې درنې نښتې روانې دي، طالبانو د دې ولسوالۍ او ګردیز ترمنځ لویه لاره تړلي او ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه نشي تللی.
تیره ورځ د جانیخیلو ولسوال عبدالحمن سوله مل رستیو ته ویلي و چې که مرستندویه ځواکونه ور ونه رسیږي دا ولسوالي به سقوط وکړي.


















