(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۱) الماس خدرخېدل
د جرمني رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير توماس دي مايڅیري ويلي، چې په راتلونکې کې داسې پلان لرو، چې د حجاب اغوستل بند کړو او هغه شکمن کسان، چې په جنايي جرمونو تورن دې بېرته خپل هېواد ته واستوو.
ويل کېږي، چې د جرمني د کورنيو چارو وزير به د پنج شنبې په ورځ ځينې وړانديزونه اعلان کړي.
په ورستيو کې په جرمني هېواد کې، ځينې بریدونه وشول، چې پړه يې داعش يا اسلامي دولت په نوم ډلې واخيسته، لومړنی بريد د سوريې يو پنا غوښتونکي وکړو، چې په پايله کې يې ۱۵ تنه سخت ژوبل کړل او وروسته بيا يو افغان د ريلګاډي سوارلۍ په تبر يا چاقو ووهله او ۵ تنه يې ژوبل کړل.
تر دې وړاندې د فرانسې هېواد په خپله خاوره باندې په حجاب او ټکري بنديز لګولی و.
مخکې تر دې، په نورو اروپايي هېوادونو کې د حجاب د بنديز په سر مسلمانو اوسېدونکو مظاهرې کړي او پر حجاب د بنديز لرې کولو غوښتنه يې کړې.


















