(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۱) الماس خدرخېل
د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د مهترلام اړوند عمرزيو سيمه کې د پوليس په يو رنجر موټر د ماين چاودنه وشوه، چې په پايله کې يې دوه پوليس ووژل شول او دوه نور سخت ټپيان شول.
د چاودنې مسؤليت طالب جنګيالو په غاړه اخستی او ويلي يې دي، چې د دوی ملګرو په دغه سيمه کې يو رنجر موټر په ماين الوزولی دوه تنه پوليس پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.


















