کابل ټکی کام (زمری۲۱مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
د ګرمسیر په ولسسوالۍ کې پرون ټوله ورځ جګړه روانه وه طالبانو دعوی کړي چې د سفار بازار په سیمه کې یې یو کنډک ، یو ماومریت او دوې پوستې له ګڼ شمیر مهماتو سره نیولي، شپاړس تنو عسکرو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولي او دسفار بازار ټوله سیمه یې پخپل کنترول کې اخیستي ده .
طالبان د خپلو دو تنو ملګرو د ټپي کیدو او یو تن د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پرون ماښام رسنیو ته ویلي و چې د ګرمسیر په ولسوالۍ کې یې له ځینو سیمو څخه تکتیکي شاتګ کړی.
تیره شپه ناوخت خپلواکو سرچینو ویلي و چې طالبانو په هلمند ولایت کې د ناوې ولسوالي نیولي ده خو طالبانو پخپله څه نه و ویلي په ناوه ولسوالۍ کې اوس هم درنې نښتې روانې دي.


















