د لیبيا يوه جنګي جيټ الوتکه لوېدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۱) الماس خدرخېل

د ليبيا حکومتي چارواکو ويلي چې په سرت ښار کې د دوی يوه جنګي جټ الوتکه لوېدلې، هغوی ويلي چې د الوتکې د پيلوټانو سره يې اړيکې پرې شوي او برخليک يې مالوم نه دی.

د ليبيا يو لوړ رتبه قومندان محمد الغصري رسنیو ته وويل: چې د دي يوې الوتکې د داعش په مرکزونو د بمبارۍ په موخه الوتنه وکړه چې د عملياتو پر مهال يې د سرت ښار په مربوطه ساحه کې سقوط کړی.

ويل کېږي چې تېر کال د داعش ډلې د سرت ښار شاوخوا سيمې ونيولې او د ليبيا حکومت د امريکا په مرسته له درې مياشتو راهيسې په دې ښار عمليات پيل کړي، چې لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button