(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۱) زرغون خوږیاڼی
د غزني ولایت په ښار کې یو ملکي وګړی پولیسو د ځان له ویرې په ډزو وویشت او ويې وژلو، پولیسو تور پورې کړ، چې وژل شوي کس سره تومانچه وه او غوښتل یې چې پر پوسته برید وکړي.
عیني شاهدانو ویلي، چې پولیس غلط شول او یو ملکي وګړی یې د ځان له ویرې ووژلو.
د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي ویلي: یو کس ، چې تومانچه ورسره وه او غوښتل یې د غزني ښار په څنډه کې د پیر قرضداران پر پوستې برید وکړي! د پولیسو لخوا مخکې تر مخکې ووژل شو.
ځايي اوسیدونکو بیا دغه خبره رد کړی او وايي، چې وژل شوی کس ملکي او عام وګړی دی او هیڅ ډول وسله ورسره نه شته.


















