ننګرهار: د قالینو په مارکیټ کې اور لګیدلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۱) زرغون خوږیاڼی

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د قالینو په مارکیټ کې اورلګیدلی، چې زیات مالي زیان یې اړولی دی.

چارواکو ویلي، چې اور د قالینو په مارکیټ کې د اسپنجونو په دریوو دکانونو کې د بريښنايي شارټۍ له امله لګیدلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي،چې په دکانونو کې د اور لګیدنې خبر سره سمدستي د اطفايې عمله سیمې ته استول شوې ده، چې د اور په وژلو بریالي شوي دي.

ویاند ویلي، چې تر اوسه د مالي زیان په اړه کره معلومات نشته.

د سیمې عیني شاهدانو ویلي، چې اطفائيه د اور لګیدنې سیمې ته په وخت ورسیده او زیاتو زیانونو مخه یې ونیوله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button