هرات: شینډنډ ولسوالۍ کې د اردو ۸ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۱) زرغون خوږیاڼی

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز کې نن غرمه مهال د ملي اردو یوې پوستې ته نږدې چاودنه وشوه، چې په کې د اردو ۲ عسکر ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، چې چاودېدونکي توکي په یوه زرنج موټرسایکل کې ځای پرځای شوي و، کله چې د ملي اردو ځواکونو غوښتل هغه شنډ کړي، د سړک پرغاړه بله زوروره چاودنه رامنځته شوه.

جیلاني وویل، چې په چاودنه کې د اردو۲ عسکر ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول، ده په وژل شوو کې د ۲ملکي وګړو یادونه هم وکړه، چې ۴ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د هرات د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې په یاده چاودنه کې د اردو ۲ وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې طالبانو رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button