هلمند: طالبانو د ګرمسیر ولسوالۍ ونیوله

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۲) زرغون خوږیاڼی

یوې کره سرچینې ویلي، چې نن غرمه مهال د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ  طالبانو ونیوله.

د هلمند امنیه قومندان اغانور کینتوز د ګرمسیر ولسوالۍ سقوط تائيدوي او وايي، چې امنیتي ځواکونه یې له قومندانۍ او ولسوالۍ څخه را ایستلي او نږدې دوه کیلو متره لرې دعامه نظم په یوه کنډک کې یې ځای پر ځای کړي.

د هلمند امنیتي چارواکي زیاته کړه ،چې تر اوسه د ولسوالۍ په دانۍ کې طالبان نشته.

هغه وویل: امنیتي ځواکونه کوښښ کوي تر څو ډير زر دغه ولسوالۍ بیرته تر خپل کیترول لاندې راولي.

یادې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک خبري اژانس ته ویلي، نن غرمه د ګرمسیر ولسوالۍ  طالبانو په بشپړه توګه ونیوله.

بلخوا د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل د ګرمسیر ولسولۍ په اړه وویل، چې امنیتي ځواکونو له کوم مقاومت پرته ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ پریښې ده.

طالبانو په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پوره خبر وروسته…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button