امریکایي ځواکونو په پکتیکا کې ۱۳ تنه ملکي وکړي شهیدان کړي دي.

کابل ټکی کام (زمری۲۲مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
تیره شپه د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو په ملتیا امریکایي پوځیانو د میناري په کلي چاپه ووهله او د کلي اکثریت کورونه یې تلاشي کړل، د چاپې پر مهال د خلکو له کورونو قیمتي شیان او نقدي شتنۍ هم لوټ شوي او عام خلک وهل شوي او شکنجه شوي دي.
د خوشامند ولسوال ګلاخان افغان وایي چې د کلي سپین ږیرو ورته ویلي چې له وهلو ټکولو او لوټلو وروسته امریکایي بې پیلوټه الوتکو د ډاکتر وریښمین په کور بمبار هم وکړ چې د ډاکتر وریښمین او د ده د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.
د پکتیکا امنیه قوماندان خلیل الله ضیایي هم منلي چې ۱۳ تنه ملکي وکړي پدې چاپه او بمبار کې وژل شوي.
د سیمې اوسیدونکي وایي چې له امریکایانو ګیله نشته خو د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیرو هم وهلي، شکنجه کړي او هم یې شتمنۍ ترینه لوټلي دي.
امریکایي پوځیانو له دې وړاندې هم ملکي وګړي پخپلو کورونو کې وژلي او هم یې بمبار پرې کړی خو افغان حکومت د فرانسې، المان او امریکا په هیوادونو کې د خلکو په وژنو افسوس او خفګان ښکاره کړي، غمشریکي یې ورسره کړي خو تراوسه یې پخپل هیواد کې د امریکایي پوځیانو لخوا د بې ګناه خلکو حتی د اردو او پولیسو په وژنو نه افسوس کړي او نه هم خفګان.



