ننګرهار کې د غوره لوبغاړو د انتخاب لپاره واليبال سيالۍ پيل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۳) الماس خدرخېل

تېره ورځ په ننګرهار ولايت کې، د غازي امان الله خان په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې. د دې ولايت د بدني روزنې امر شاهدالله ساپي رسنيو ته ويلي، چې دغه لوبې د واليبال فدراسيون په کوربتوب د ننګرهار، لغمان او کنړ لوبډلو په ګډون د جلال اباد په سراج العمارت باغ کې پيل شوي. هغه زياته کړه، چې د دې سياليو هدف  د ختيځ زون واليبال انتخاب شوې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل دي.

همدارنګه د واليبال فدراسيون مسؤول د بدني روزنې امريت څخه وغوښتل، چې دوی ته د واليبال لوبې د پرمختګ لپاره غوره وسايل ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button