د منصور دادالله کورنۍ له طالب مشر هبة الله اخوند زاده سره بیعت وکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۳) زرغون خوږیاڼی

د مرحوم منصور دادلله پلار، زامنو، ورونو او د کورنۍ نورو غړیو یې د یو شمیر قومندانانو په شمول د طالبانو له مشر هبة الله اخوند زاداه سره په یوه جوړه شوې غونډه کې بیعت وکړ.

کابل ټکي کام ته یې رارسیدلی لیک کټ مټ خپروو:

د اسلامي امارت د اتل شهید ملا دادالله رهبر او منصور دادالله د کورنۍ او ملګرو د بیعت اعلان

د اسلامي امارت له مسئولینو او مرحوم امیرالمؤ منین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د کورنۍ له اعضاء سره تر ګډو مجالسو او تفاهم وروسته د پنجشنبې په ورځ د۱۴۳۷ هـ ق کال د ذالقعدي د میاشتې په ۹ نیټه په وروستۍ ګډه ناسته کې د شهید ملا داد الله رهبر او منصور داد الله پلار محترم حاجي عبدالله او د نوموړیو زامنو او وروڼو (شیراغا او عبدالخالق مشهور په ګران اغا)او د شهید ملا داد الله اخند وراره ملا احسان الله او د کورنۍ ټولو اعضاؤ او همدارنګه د قومندانانو له جملې څخه ثاني ملا محمدداود اخند، ملا محمد صادق اخند او یو شمیر ملګرو یې د اسلامي امارت له زعیم امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده صاحب سره خپل بیعت اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چي د اسلامي امارت په واحد او مقدس صف کې به په پوره اطاعت سره خدمت کوي او په خپل ټول توان سره به کوښښ کوي چي داسلامي امارت په خلاف د اسلام او وطن د دښمنانو ټولي دسیسې خنثی کړي.

د مجلس په بهیر کې دشهید ملا دادالله رهبر والد صاحب د خپلو خبرو په جریان کې وویل،(( زموږ کورنۍ د روسانو په مقابل کې جهاد کړی او داسلامي امارت تر قیادت لاندې مو د امریکایانو د یرغل په خلاف مبارزه کړې او کوو به یې، باید ووایم چې موږ د اسلامي امارت وو او په اینده کې به هم یو. هغه کسان او اشخاص چې اوس وخت زموږ له نامه نه بده استفاده کوي او نورو مخالفو جهتونو ته وعدې ورکوي ، زموږ د کورنۍ هیڅ نوعه ملاتړ نشته ورسره او موږ یې په کلکه ردوو)).

په مقابل کې د اسلامي امارت مسئو لینو ډاډ ورکړ چي اسلامي امارت زموږ او ستاسي ګډ کور دی او د اسلامي امارت مسئولین به ستاسو مشرانو او کشرانو ته د خپلو مشرانو وروڼو او کشرانو او لادونو په نظر ګوري .

غونډه د اسلامي امارت د اتحاد او اتفاق په دعا سره پای ته ورسیده .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button