
نورستان: وانت وایګل ولسوالۍ کې ۵ پوستې د طالبانو لاسته لویدلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۴) زرغون خوږیاڼی
نن سهار وختي طالبانو د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ پر ۵ امنیتي پوستو برید کړی، چې له یو ساعت جګړې وروسته طالبانو یادې پوستې نیولي دي.
په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت استازی مولوي احمد الله موحد رسنیو ته ویلي، چې دغه پوستې له څو ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وې، چې د هوایي مرستې د نه رسیدو پر لامل نن طالبانو نیولې دي.
نوموړی زیاتوي، دمګړې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ درنده جګړه روانه ده.
د نورستان والي عبدالقيوم وايي، چې لسګونو وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا ۵ بجې د وانت وايګل پر و لسوالۍ بريد کړى، والي زیاتوي چې برید پر شا تمبول شوی دی.
عبدالقیوم زیاتوي، چې له طالبانو سره نښه ویشتونکي جنګیالي هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.
طالبانو د یاد برید پښلی کړی او ویلي یې دي، چې د نورستان وانت وایګل ولسوالۍ ټولې امنيتي پوستې فتحه شوې، د ولسوالۍ مرکز د مجاهدینو ترکارنده ګوزارونو اوکلکې محاصرې لاندې دی، په ورتلونکي کومکي قوه هم دکنړ په وټپور کې بریدونه روان دي.
تراوسه له دښمن څخه ۳ رینجر موټر نیول شوي، ډير وسلې غنیمت، ګڼ عسکر او پولیس يې وژل شوي پراته دي، نورو د تښتیې لار نیولې مجاهدین يې تعقیبوي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په ختیځ کې نورستان هم یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې امنیتي حالت یې ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی.



