طالبانو په مرکزي بغلان کې پوځي کې قرارګاه ۲ پوستې او ټانګونه نیولي دي.

کابل ټکی کام (زمری۲۴مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
طالبانو په پخپله ویب پاڼه لیکلي چې په مرکزي بغلان کې یې پرون کرۍ ورځ جګړه کړي او د هغو دولتي ځواکونو تعرضي بریدونه یې پر شاه تمبولي چې د امنیه قوماندان امیرګل په مشرۍ سیمې ته راغلي و.
طالبان وایي چې پرون ماښام یې د سرباز په نوم مهمه قرارګاه، د قطیبه غونډۍ او مامور ملک پوستې نیولي، د قوماندان سرباز په نوم اربکی قوماندان یې له اتو تنو اربکیانو سره یوځای وژلی او دوه سلامت جوړ ټانګونه یې له زیات شمیر سپکو او درنو وسلو سره غنیمت کړي دي.
د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې پرون یې طالبانو ته د سر درانه زیانونه اړولي دي خو طالبان یې ادعا په کلکه ردوي او وایي چې د شهر کهنه پر لور پرمختګ ته دوام ورکوي جګړه په شدت سره دوام لري.
د بغلان په ولایت کې طالبانو له یوې اونۍ راهیسې پراخې سیمې، پوځي قرارګاوې او مهمې پوستې تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي، دولتي ځواکونو ونه شوای کولی چې د طالبانو د پرمختګ لاره ډب کړي ـ ځکه د سیمې اوسیدونکي په ډیره حیرانتیا وایي چې که طالبان همداسې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي د بغلان ولایت به سقوط وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button