
نيويارک: د جومات امام او يو بل کس په ډزو وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۴) الماس خدرخېل
دغه پېښه د نيويارک ښار کوينز سيمه کې رامنځته شوې، چې پکې د جومات امام او د هغه ملګری په ډزو ويشتل شوي.
د نيويارک پوليسو ويلي، چې امام علاوالدين اخونجي او د ده بل ۶۴ کلن ملګری د ماسپښين لمونځ د ادا کولو نه وروسته په لاره روان و، چې دواړه يې د شا له خوا په ډزو ويشتل شوي او امام ځای پر ځای وژل شوی او ملګري يې په روغتون کې ساه ورکړه.
پوليس واي، چې په دغه سيمه کې يو سړی ټوپک په لاس ليدل شوی، خو د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د سيمي يو تن اوسېدونکي ويلي، چې د جومات امام نيک سړی و، دی وايي مونږ ته ويل شوي، چې د تګ راتګ په وخت کې ډېر پام کوۍ، چې نورې پېښې رامنځته نه شي.
ويل کېږي، چې دغه ستر جومات د بنګليديشي مهاجرو دی، چې په دې سيمه کې استوګن دي او ۵۵ کلن امام اخونجي دوه کاله مخکې له بنګلدېش څخه نیویارک ته کوچېدلی و.



