
د خیبر پختونخوا صوبايي اسمبلۍ د افغان مهاجرو سره ناوړه چلند وغندولو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۴) الماس خدرخېل
د خيبر پختونخوا صوبايي اسمبلې، له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو په ناوړه چلند نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې نور بايد د افغان مهاجرو سره ناوړه چلند ونه شي، دوی ويلي، چې د افغان کډوالو سره د پوليسو ناوړه چلند د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د درې اړخيزې هوکړې خلاف کار دی.
بل پلو د عوامي نشتنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، چې پاکستان د اسلام د کلیمې په نوم رامنځته شوی، خو د رامنځته کېدو له ورځې یې د پښتنو د وینې تویول پیل شوي او تر نن ورځې هم دوام لري. په پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستیو سیاستونو، د دغه هېواد پر وړاندې په افغانستان کې د کرکې ګراف لوړ کړی دی.
هغه وايي: پاکستان افغان کډوالو ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې له پښتونخوا او نورو ایالتونو ووځي.
اسفندیار ولي خان، چې د بابړې د شهیدانو په یاد جوړې شوې غونډې ته یې وينا کوله وويل: “یو وخت و، چې زموږ چارواکو د افغان کډوالو غاړو ته ګلان ور اچول، چې لاس ورکړي او جګړې ته یې ولېږي. کله چې د وینې ضرورت و، افغانان کډوال نه وو، بلکې وروڼه وو، خو اوس مو چې ضرورت نشته، ویل کېږي خپل وطن ته دې لاړ شي. دا د پښتنو دستور نه دی، زه دومره وایم، چې که نور نه وي عوامي نشنل ګوند به د دې مخالفت کوي“.
په ورته وخت کې د صوبې وزير اعلی ويلي دي، چې نور به په پاکستان کې افغان کډوال نه تنګول کېږي او په پاکستان کې د اوسېدونکو افغان کډوالو پاليسي، ددې هېواد په مرکزي حکومت پورې اړه لري او په دې اړه به دوى د مرکزي حکومت هره پرېکړه مني او عملي کوي.
نوموړي ويلي، چې له مرکزي حکومت نه يې غوښتنه کړې، چې غير رجسټر شوي افغان کډوالو د رجسټر کولو لړۍ دې ژر پيل کړي.
خټک دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغان کډوال د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو د بد چلند او يو شمېر نورو ستونزو سره مخ دي.
که څه هم، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې موده د روان کال په جون کې پاى ته ورسېده، خو بيا وروسته د دې وزيراعظم نواز شريف د خيبر پښتونخوا حکومت پر مخالفت سربېره، په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده شپږ مياشتې وغځوله..
پرويز خټک چې حکومت يې د افغان کډوالو د اوسېدنې د مودې د غځولو مخالفت کړى و او دوى يې په کيمپونو پورې محدودول، خو هغه اوس د افغان مهاجرينو باره کې وايي، چې مرکزي حکومت کومه فيصله وکړي نو مونږ به په هغې باندې عمل کوو، ځکه چې د کډوالو د اوسېدو موده غځول او يا هغوی ويستل زمونږ د صوبې اختيار نه دی.
همدا شان دوه ورځې وړاندې د مهاجرينو د ستونزو د حل کمېټې مشرانو د تحريک انصاف مشر سره وليدل او د مهاجرينو په اړه يې ورسره تفصيلي خبرې وکړې او د عمران خان څخه يې دا غوښتنه وکړه، چې د صوبه پښتونخوا حکومت لخوا بايد نور په لويو لارو او کلو کې د کارت او بې کارته مهاجرينو تنګول او په کورونو د چاپو وهل بند شي.
عمران خان د مهاجرينو دې وفد ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړو او د تېرو کميو بښنه يې وغوښتنه او دا يې د مهاجرينو انساني حقوق وبلل.
ملګروملتونو تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د روان میلادي کال له پیله تراوسه پوري تر ۳۷ زره زیات راجستر شوي افغانان خپل هیواد ته بېرته تللي دي.



