سرپل: محلي پولیسو د مسافرو پرمخ د بلخاب لاره تړلې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۴) زرغون خوږیاڼی

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې، محلي پولیسو د سانچارک ولسوالۍ په شین مسجد او لویو ابو سیمه کې د مسافرو پر مخ لویه لاره تړلې ده.

د مسافرو په وینا، په ده مرده سیمه کې هیڅ ډول امنیتي ستونزه نشته؛ خو محلي پولیس مسافر ځوروي او په ((لغتو او سوکانو)) یې وهي.

د مسافرو څخه دوه کسانو یې ازادۍ رادیو ته وویل: محلي پولیس همیشه د موټرو د تګ راتګ مخنیوی کوي.

هغوی وویل: مونږ نه پوهیږو دوی ولې دې کار ته ادامه ورکوي او هر ورځ د موټرو پر مخ لارې بندوي.

که مونږ وغواړو یادې سیمې ته په بله لاره لاړ شو،  نو لومړی باید مزارشریف ښار ته ۱۵۰ کیلو متره اضافي او اوږده لاره ووهو.

د سرپل والي والي بیا وايي، چې د ده مرده سیمه اوسمهال د طالبانو په لاس کې او کله کله په کې امنیتي مشکلات زیات وي.

بلخوا د سرپل امنیتي چارواکي پيښه تائيدو او وايي،چې د بلخاب ولسوالۍ د سپین مسجد او لویو اوبو سیمه کې د محلي پولیسو تازه پوستې جوړې شوي او محلیان یې کومه نظامي زده کړه نه لري، نو ځکه د ولسي خلکو او مسافرو په ځورونه لاس پوري کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button