ازادي چا ړنګه کړه؟

لیکوال: سیف الرحمن رحماني

موږ د وخت د لویې بریتانیې(انګریزانو) څخه ازادي وګټله، د قربانیو ثمره مو لاسته راوړل، د مظلومانو هیلي مو وګټلې، د شهیدانو ویني مو بې ځایه نه کړې، د هیواد لمن مو د ناوړه قدمونو څخه پاکه کړه، پر سینه مو ورته د خپلواکۍ شمعه روښانه کړله، د ازادۍ ورځ مو د تاریخ پرسینه په زرینو کرښو ولیکل، د قهرمانۍ څلي یې اوس هم د هیواد په زړه کي هم هغسي زرین پاته دي.

خو دا خبر مو هم د ازادۍ تر عنوان لاندې په تورو کرښو لیک شوه، چي یو ولس شته چي د قهرمانۍ او شجاعت پر فلسفه یې د انګریزانو فوځونه تس ونس کړل، د ازادۍ سپېڅلی ویاړ یې تر لاسه کړ؛ مګر هغه ویاړ لکه څنګه چي لازم وو هغسي ونه ساتل شو، د ازادۍ واک مو د تورو لاسونو او زړونو خاوندانو ته په واک کي ور کړ، د ازادۍ لپاره جګړه مو په مقامي جګړه بدله شول، د هیواد د حُریت او ازادۍ فکرونه مو له سره ولاړل، اِرا دو مو ډیر ژر نوې بڼه خپله کړه، چي د اِرادو د بدلون تاثیر مو د ازادۍ پر اوچت مقام هم ولوید.

 د تور تاریخ پر مخ داسي کسان را څرګند شول، چي اولسونه یې اوس هم نفرت په زړو کښي ګرځوي، دا هغه کسان وه چي د ازادۍ بله ډیوه یې د نورو په لاسونو مړه کړه، د ولس په حق کښي یې د غدارۍ، خیانت او فریب لاره اختیار کړه، هغه جګړه د دې هیواد داخلي دوښمنانو پرمخ وړله، د خارجي کړیو په مرسته یې رهبري کیدله او د بیا اشغال لپاره یې ورته ورو ورو زمینه برا بروله. شاشجاع او ګور ګین تاریخ تکرار کونکي په دې خاوره کي زرونو تیر شوي دي، چي د هغو د جملې څخه یې ۹۰% سلنه د شمالې ټلوالي غړي وه

د شمال په لمن کي ډیر داسې کسان تیر شوي دي، چي همیشه یې د هیواد حُریت او ازادي ګواښلې ده، د موجوده وخت شمالي ټلواله هم د هیواد په اشغال کي ښکاره او څرګند رول لوبوي، د وخت د ښامارانو په لمسون یې د اسلامي نظام د ړنګیدو هڅي پیل کړي د ځان ملاتړي یې د نورو په واک کښي ور کړل، د ازادۍ ګټلی شان یې د غربي داړه مارانو په خُله کښي ور کړ، د مؤمنو ولسونو ارمانونه یې له خاورو سره خاوري کړل، د وخت غداره طبقه همدا د شمالي ټلوالي روزل شوي غړي او برخمن دي.

د ساتلو هڅي یې هغه افرادو کولې او کوي یې،  چي د قربانیو احترام یې درلود، د ولس غمونو یې ورته زړه خوړین کړی وو، د مهاجرت شپي او ورځي یې د تکالیفو په بدرګه تیریدلې او تیریږي، نن دا ویلای شو، چي د وطن د ازادۍ لپاره روانه جګړه یو ځل بیا د سپېڅلو لاسونو په واسطه د ګټلو په درشل کي ده .

ان شاءالله تعالٰی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button