ازادۍ نشته په خوله لاس کیږ ده)

نصیب رحمانی

د ژوند حیصه به درته نیمه کړمه

غوږ شه دا یوه خبره سپینه کړمه

ازادي نشته په خوله لاس کیږ ده

او پري درنه ډبره پاس کیږ ده

دا ازادي ده چې لښکرې ګرځي

یا په مو حریم  هليکوټرې ګرځي

دا ازادي ده کا دا ګل ورانه وي

کله زابل، کله کابل ورانه  وي

زه خو هیران یم ازادي چیرته ده

ولچک لاسو کې خپلواکي چیرته ده

دا چې ضمیر مې غلامې نه مني

د انسانانو  بندګې  نه  مني

په دي تورن یم چې ایمان لرمه

دومره غیرت لرم نشان لرمه

دا د محمودي غزنوي کور ده

دا د اکبر د ابدالي کور ده

دلته ملاله ، زرغونه انا ده

ماته ريښتنې پښتنه انا ده

ورشه میوند کې څه غوښتنه وکړه

له مکناټن نه يې پښتنه وکړه

دا د زمرو د جګو غرو وطن ده

دا د باتورو توریالیو وطن ده

خو اوس څه نشته د لمانځنې په نوم

د خوشحالۍ د راکونې په نوم

بس ازادي وه چې په کډه لاړه

سپینه کوتره وو چې ګوډه لاړه

بس رحماني د سپینې سولې ناري

له ماتو خولو مو وځي نورې ناري

ربه! رحیم یې مهربانه خدایه!

وینه تویږي مې ارزانه خدایه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button