د امریکا ۵۱سلنه پوځ ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی

د امریکا له پوځ څخه یوه ټولپوښتنه ښيي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دونالډ ټرمپ ته ۵۱ سلنه پوځیان رایه ورکوي.

دا سروې NBC news ترسره کړې چې د امریکايي پوځیانو په منځ کې ټرمپ تر بل هر چا زیات محبوبیت لري او ټرمپ تر هیلري کلنټن ۱۰ سلنه مخکې دی.

په تولپوښتنه کې ۴۱ سلنه پوځیانو بیا هیلري کلنټن ته د رايې ورکولو پریکړه کړې ده.

ویل کیږي، چې د ټرمپ ویناوې د امریکايي پوځ لپاره په زړه پورې وي، ټرمپ تر ډیره په افغانستان کې جګړه د اوباما شخصي جګړه ګڼي؛ خو تر اوسه یې کوم روښانه دریځ نه دی معلوم.

همدا ډول په ټولپوښتنه کې معلومه شوې، چې د امریکا ډیر شمیر پخواني تقاعد شوي پوځیان هم د ټرمپ ملاتړ کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button