د مریم (ريډلي) مننلیک: زه افغانانو او ددوی ملک ته زیات احترام او عاطفه لرم

السلام علیکم

ډېره خوشاله شوم چې زما مرکه دومره درنده استقبال شوه. زه افغانانو او ددوی ملک  ته زیات محبت او عاطفه لرم، او د زړه له تله ددوی لپاره خواهش لرم چې له ډېرو دربدریو او ناخوالو څخه وروسته د یوه ملت په حیث دوی هم له سولې څخه خوند واخلی.

ستاسو د ملک ترټولو بهترینه سرمایه ستاسو خلک دي او زه یوازې دا خواهش لرم چې تاسو یوه ورځ داسې حکومت او سیاستوال ولرئ چې د خلکو د خدمت جوګه وي.

په راتلونکې هفته کې زه غواړم د شکنجو په اړه یوه کتاب وړاندې کړم او دا مې د هغو تجربو په بنیاد لیکلی چې زه د طالبانو په لاس کې وم. (کله چې ونیول شوم) زما ترټولو لویه وېره دا وه چې له وژلو مخکې به مې دوی سخته شکنجه کړي خو (رښتیا چې) یوه یې هم پېښه نشوه، او پرځای یې له ماسره د ادب او احترام سلوک وشو.

په یوڅو هفتو کې ممکن مونږ د کتاب په اړه څه وکړو، ددې کتاب په لیکلو کې له ماسره زما نیول په افغانستان کې مهم رول لوبولی دی.

دا چې په افغانستان کې زما نیول کیدل پدې کتاب کې محوري او مهم رول لوبولی دی، ممکن  ددغو یو څو هفتو په وخت کې یو څه کار پرې وکړو.

ډېر د مینې احترامات

ایس آر یووان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button