د کابل بازانو لوبډلې د ۱۳۹۵ه کال د شپږیزو سیالیو اتلولي خپله کړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۹) زرغون خوږیاڼی

د کرکټ شپږیزو سیالیو په لړ کې پایلوبه یا فاینل د کابل بازانو لوبډلې او مس عینک اتلانو تر منځ ترسره شوه.

(ټاس) پچه د مس عینک اتلانو وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه، مس عینک اتلانو د ۱۹ اورونو او ۳ توپونو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۳۹ منډو په جوړولو بریالي شول، چې کابل بازانو د ګټې لپاره یې ۱۴۰ کیښود.

 د میس عینک لوبډلې له خوا نوروز منګل ۳۹ او حیدالله شفق ۳۳ منډې وکړې.

د کابل بازانو د توپ اچوونکو څخه راشد ارمان په ۴ اوورونو کې اتلس منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، کریم جنت ۲، حمزه هوتک ۱ او محمد سمیع  هم یو لوبغاړی وسوځولو.

په مقابل کې یې کابل بازانو لوبه پیل کړه، په لومړي اوور کې یې ۲۱ منډې واخیستې او لوبې ګټلو چانس ته په ښه توګه نږدې کیدل، کابل بازانو یاد هدف د ۵ ویکټو په لاسه ورکوله سره په ۱۷ اوور کې پوره کړ او د پایلوبې اتلولي یې په خپل نوم کړه.

شهزاد محمدي د کابل بازانو لوبډلې لپاره ۹۱ منډې جوړې کړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د شپږیزه سیالیو په لړ کې د هیواد ۵ زونونو خپل قسمت وازمایه چې ګټه یې د کابل بازانو په برخه شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button