
ازادي نه شي راتلی
مدثر همراز
ازادي نه شي راتلی
يو با احساسه زلمی
د دنګو غرونو غمی
د ازادۍ له سنګر
د دښمنانو په سر
ډزې کوي
خو د هر ډز سره يې اوښکې ملغرې څاڅي
وينې له ساز او له سندرې څاڅي
د کلي بر سر کې
د ازادۍ ميله ده
د کلي لر سر کې
د ازادۍ جنګ دی
په انقلاب کې پيدا
په انقلاب کې لوی شوم
ازادي نه شي راتلی
زه اوس په دې پوی شوم
يوې پتمنې پيغلې
يوې دردمنې پيغلې
په چيغو چيغو ژړل
په سوو ساندو کې يې داسې ويل
زما زلمی جانان
زما زمری جانان
رانه پردو خوړلی
کلسټر بمو خوړلی
په انقلاب کې پيدا
او پکې لويه شومه
ازادي نه شي راتلی
نن په دې پويه شومه
او زه
سر پنا نه لرم
بيخي دنيا نه لرم
ما اټم بم نه پرېږدي
په بل وطن
په دښتو غرونو کې مې هم نه پرېږدي
زه د خپل ځان
د ازادۍ په لټه
داسې ورک يم
چې د نيکه د ازادۍ تاريخ مې نه دی په یاد
خو ته مې وليدلې
په غلامۍ کې!
ازادي لمانځې!
په انقلاب کې پيدا
په انقلاب کې لوی شوم
ازادي نه شي راتلی
زه اوس په دې پوی شوم



