
تازه خبر: د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي وسلوالو طالبانو ونیوه
کابل ټکی کام (۳۰ زمری ۱۳۹۵) بصیراحمد پاڅون
په یو تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي چې د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي چې له دریو ورځو راهیسې طالبانو محاصره کړي وه.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې وسلوالو طالبانو پرون د دې ولسوالۍ یوه ستره پوځي قرارګاه او شپږ پوستې نیولې وې او ۲۸ تنه پولیس یې ،وژلي و، د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني یې تر کلکې محاصرې لاندې وې چې تیره شپه درې بجې یې په ټولیزه توګه پخپله ولکه کې واخیستې.
مجاهد زیاتوي چې په یاده ولسوالۍ کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولي او زیات شمیر سپکې او درنې وسلې او پوځي مهمات یې نیولي دي.
مجاهد زیاتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هیڅ ځاني زیان نه دی اووښتی.
د ننګرهار ولایت چارواکو د حصارک ولسوالۍ د سقوط په اړه تر دې وخته څه نه دي ویلي.
طالبانو د هلمند، بغلان او کندز ولایتونو وروسته په ننګرهار ولایت کې هم خپلو تعرضي بریدونو ته زور ورکړ او پرمختګونه یې پیل کړل.



