
افغان کډوال د قربانۍ اخترخپل وطن ته را رسوي
سرلیکه
په افغانستان کې چې کمونستي نظام نسکورشو له ګاوانډیوهیوادونو څخه د افغان کډوالو بهیرد خپل هیواد په لور رامات شو که څه هم د جهادي مشرانو د قدرت پرسر جګړوکې د کابل په شمول هغه ښارونه اوکورونه کډواله شول چې د روسانو له تاړاکه روغ پاتې وو.
خپل وطن ته اکثر ګل وطن ویل شوی دا یواځې افغانان خپل وطن ته ګل وطن نه بلکې هرڅوک چې له وطنه بې وطنه شي بیا خپل وطن ته ګل وطن وایي.
د مخه د دې حقیقت په منلوسره بیاهم افغانان خپل وطن ته نه ستنیدل ځکه خپل وطن ورته سور اورګرځول شوی و.
د مجاهدینود خپل سري نظام په دوران اوترهغې را وروسته یوشمیر افغانان سره دنا امنیو وطن ته ستانه شول په خپل وطن کې ېې د ودونو پروراګانو، د اخترونوپه میلو، د جنازو او تدفین په مراسمو، د لمونځونو پر مهال په جوماتونو اوبې ګناه کلیوالو په کورونوبمبارۍ ېې قبولې کړې .
تراوسه پورې افغانانو په بهرکې د خپل وطن د ارمانونوډکې شپې وکړې خو د اروپایي اوګاوانډویو هیوادونود دریځونو په بدلون افغانانو خپل وطن ته د ستنیدا هوډ وکړ خپل وطن ته ېې ګل وطن ووایه.
د تیرو دریو کالو راپديخوا د ایران دولت د افغان کډوالو په مقابل کې خپله پالیسي درې ځله بدله کړه او آن تردې چې د افغان کډوالو اولادونه ېې په ښوونځيوکې له داخلوهم راورګرځول په ایراني بانکونوکې دافغانانو پانګې کنګل شوې له همدې اودیته ورته مجبوریتونوله امله افغانانودخپل وطن ګل وطن په لور کډې راوکړې.
د جرمني حکومت د مخه افغانانو ته ډیرې اسانتیاوې ورکړې وې خو اوس ېې د افغانانو په اړه دریځ سخت کړی دی چې تیره ورځ ېې نه یواځې داچې د افغانانوپه مقابل کې ېې پرخپل پخواني دریځ ټینګاروکړوې ویل له جرمني څخه به دافغانانو اجباري استل دوام ولري او هم به ېې جرمني ته دراتلو ټولې پولې پرمخ تړلې وي.
د جرمنی د کورنیوچارو وزیر دیمیزیری ویلي دوی به د نوروکډوالواوافغانانو ترمنځ توپیرپه پام کې ساتی هغه داچې دامهال په افغانستان کې نه بلکې په سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده یوشمیر افغانان چې د جرمني د پالیسۍ سره سمون ونه لري ډیر ژربه له جرمني څخه واستل شي.
په جرمنی کې وروستیو تروریستي بریدونو جرمني دېته اړکړ چې ځانګړي امنتیتی تدابیر ونیسي پدې تدابیروکې د یوشمیرهغو کډوالو ایستل شامل دي چې د ترورستی بریدونوشک پرې وشي اوداشکونه دسوریایی کډوالو په پرتله پر افغانانو ډیر کیږي.
دجرمني د کورنیوچارو وزیر دیمیزیر ویلي چې جرمني سرتیري او پولیس له افغان همکارانو سره د افغانستان په خوندي کولو بوخت دي او جرمني نه شي کولای هغه ځوان افغانان ومني چې د ښې راتلونکي په پلمه خپل هیواد پریږدي او په ناقانونه لارو دغه هیواد ته راځي ځکه خو اوس له جرمنی هم چې نورېې هلته دژوندکولو چانس نه شته لوی اختر خپل وطن ته رارسوي.
دافغان کډوالو په اړه د پاکستان دریخ هم ایران او جرمنی ته ورته دی د کومو امنیتی ستونزوسره چې جرمني مخ دی هغه حالت په پاکستان کې هم دې.
پاکستان چې افغان کډوالوته د اوسیدا کوم وخت ورکړی دی لس ورځې او څلورمیاشتې ېې پاتې دي هرافغان کډوال کوښښ کوي چې د ورکړل شوي وخت دمخه خپل وطن ته را شي.
په پاکستان کې میشت افغان کډوال د پاکستاني چارواکو سرټکوي وايي پاکستاني مامورین ېې خپل هیواد ته دستنیدا کار(معاینه – چک) ژرنه ورخلاصوي خو دافغان کډوالودستنیدا لپاره پاکستاني مامورین خپل کاردملګروملتونولخوا دورکړل شوی پروګرام سره مخته بیایي .
له پاکستانه د ترلاسه شوو راپورونوله مخې ټول افغان کډوال چې دمخه به ېې خپل وطن ته په راستنیدا یوڅه عذر وړاندې کاوه اوس په هیواد کې سره د ټولو امنیتي اواقتصادي ستونزوېې په پیښورکې خپل وطن ته د راستنیدا مرکزکې په سوونوکډو بارلارۍ دانتظارپه حال کې ولاړې دي وایي راتلونکې لوې اختربه خپل وطن ته رسوو.



