د کابل په څلورمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۳۰زمري/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

څو دقیقې وړاندې د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې درنده چاودنه وشوه.

لومړني معلومات ښيي، چې دغه چاودنه د یوه مقناطیسي ماین په مټ د ترافیکو په څلور لاري کې رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چې دغې چاودنې یو لنډکروزر ډوله موټر تر هدف لاندې راوستی دی.

تراوسه پورې نه د دغې پېښې پړه چا منلې او نه هم امنیتي مسئولینو رسنیو ته د دغې پېښې په هکله څه ویلي دي.

ویل کیږي، چې په دغه پېښه یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button