
کندوز: په علي اباد ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۰) الماس خدرخېل
راپورونه وايي، چې د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې سهار مهال طالب وسلوالو، د دې ولسوالۍ په ګڼو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي، چې تر دې دمه يې له افغان ځواکونو ۱ پوسته نيولې او ګڼ شمير پوليسو ته مرګ ژوبله اوختې.
د دې بريدونو مسؤليت طالب وسلوالو منلی او ويلي يې دي، چې جګړه د دوی ملګرو سهار مهال شروع کړې او لا هم په شدت سره روانه ده.
طالبانو د يوې پوستې د نيولو تر څنګ ويلي چې ګڼ شمير دولتي عسکر يې وژلي او په زياته اندازه وسلې يې ترې نيولي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ طالبانو خبر ورکړی و، چې د دې ولايت د کندوز تخار په لویه لار يې يوه پوسته محاصره کړې وه، چې په پايله کې يې د پوستې ۱۴ تنه عسکر ورته په زياته اندازه اسلحې سره تسليم شوي ول.
له درې ورځو راهيسې د کندزتخار، کندز خان آباد، کندز امام صاحب ترمنځ غزېدلې لوې لارې په بشپړه توګه دطالبانو په واک کې دي او د کندز ولایت مرکز محاصره نوره هم تنګه شوې.



