
طالبان: د خان آباد ولسوالۍ اوس هم زمونږ په لاس کې ده
کابل ټکی کام (شنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۵ل ) بصیراحمد پاڅون
نن ماښام د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو اعلان وکړ چې ځواکونو یې د خان آباد ولسوالي بیرته له طالبانو نیولي او طالبان یې په شا تمبولي دي.
همدا څو شیبې وړاندې طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي ویاندویانو دا ادعا رد او تکذیب کړه او ویې ویل چې دولت وزیري او صدیق صدیقي غواړي په داسې دروغو سره خپلو مورال بائللو عسکرو ته مورال ورکړي تر څو وکولی شي د کندز ولایت مرکز نن شپه وساتي.
د خان آباد ولسوالۍ اوسیدونکي هم وایي چې طالبان د ولسوالۍ په مرکز کې شتون لري او د ولسوالۍ له مرکز نه اووه کیلومتره لرې یې په توپخانه باندې برید کړی دی، د خان آباد اوسیدونکی حاجي مهدي وایي په توپخانه کې د ملي اردو یو لوی کنډک موجودی او همدا شیبه د طالبانو تعرضي برید په همدې (توپخانه ) کنډک پیل شوی دی.
ځینې سرچینې دا هم وایي چې د کندز ولایتي چارواکو د طالبانو د پرمختګ له ویرې له زندان څخه ټول بندیان نن ماذ دیګر نامالوم لوري ته انتقال کړل.



