
طالبانو خیبر پښتونخوا کې د دریو علماوو د شهادت په اړه سخت غبرګون ښودلی
کابل ټکی کام ۳۰زمري/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې له تېرو درو ورځو راهیسې د اسلام او مذهب دښمنانو په پرلپسې توګه درې علماء په شهادت ورسول، چې د حنفي مذهب ستر مدافعین او مناظرین وو.
دغه ستر ستر حنفي علماء هر یو شیخ القران والحدیث غلام حضرت غلام حنفي، مولوي محمد نسیم او قاري سید مراد رحمهم الله وو.
طالبانو دا یو وحشیانه ترور، ستره ضایعه او بزدلانه عمل بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
د طالبانو له لورې په خپره شوې اعلامیه کې د پاکستان له چارواکو څخه غوښتنه شوې ده، چې د افغان مهاجرو علماوو حفاظت ته جدي پام وکړي.
« دافغانستان اسلامي امارت دا وحشیانه ترور او بزدلانه عمل په کلکه غندي او دپا کستان حکومت له چارواکو نه غوښتنه کوي چي دمهاجرو افغان علماء کراموحفاظت ته جدې توجه وکړي او قاتلان یې دقانون منګولو ته وسپاري.»
طالبانو د دا ډول علماوو په شهادت کې د هغو قوتونو او جهتونو لاس داخل بولي، چې په هېواد کې د مذهبي نفرتونو او دښمنۍ د راپیدا کولو هڅې کوي.
طالبانو ویلي دي:
«دافغانستان اسلامی امارت په داسي حال کي چی د دریو واړو عالمانو شهادتونه ستری ضایعی بولي، دشهادتونو شاته یي دهغو جهتونو او قوتونو لاس دخيل بولي، چي غواړي د دغسي شومو اعمالو په ترسره کولو سره په هیواد کي مذهبي نفرتونه او دښمنۍ راو ټوکوي، خو دوی باید پوه شي چي دټولو مسلکونومخورعلمای کرام او مشایخ دا ډول دسیسوته ډیر ښه متوجه دي او هیڅکله به داسلام دښمنانو ته ددې خبري مجال اواجازه ور نکړي چي د دیني قشر ترمنځ واټنونه رامنځ ته کړي او د دښمنۍ اوربل کړي.».
طالبانو د اعلامیې په پای کې درې واړو شهیدو علماوو ته د الله تعالی له دربار څخه د شهادت د قبلېدو او کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته د صبر جمیل غوښتنه کړې ده.
د یادولو ده، داعش نومې ډله د امریکايي اشغالګرو له لورې په افغانستان کې د مذهبي جګړې لپاره اېجاد شوې ده، تر څو د افغانانو ترمنځ مذهبي نفرتونه او دښمنۍ زیاتې کړي.



