
ترکیه: په واده کې چاودنه شوې لسګونه تنه يې وژلي او ټپيان کړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۱) الماس خدرخېل
چاودنه دترکيې د غازي عينتاب ولايت چې د سوريې سره ګډه پوله لري، د يو واده په مراسمو رامينځته شوې، چې ۳۰ تنه يې وژلي او لسګونه تنه نور ټپیان دي.
د ياد ولايت والي علي يرلي کايا، رسنيو ته ويلي، چې ياده چاودنه د شاهين بای ولسوالۍ د اقدرې کلي د واده په مراسمو کې د راټولو شوو خلکو په مينځ کې وشوه، چې له امله يې ۳۰ تنه ووژل شول او ۹۴ نور ټپيان شول.
د عينتاب والي د دغې چاودنې مسؤليت د ترک ملت پرخلاف يو منفور عمل بللی او دا بريد يې په کلکو ټکو غندلی.
عيني شاهدانو ويلي، چې يو کس ځان پورې بارودي مواد تړلي و او ځان ته يې چاودنه ورکړې.
ويل کېږي، چې په مړو او ټپيانو کې يې زياتره کليوال ماشومان او ښځې شاملې دي.
د پېښې ټپيان د سيمې نږدې روغتونونو ته وړل شوي او سخت ټپيان يې د دې ولايت مرکزي روغتونونو ته رسولي.
د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو د ترکيې چارواکي ګمان کوي چې دا بريد به د داعش (دولت اسلامي) په نوم ډلې کړی وي.
د يادونې وړ ده چې دا درېیم برید دی، چې په دې وروستیو څو ورځو کې کیږي او د ترکیې چارواکي يې ملامتي د کردانو په کارګر ګوند یا پي کي کي وراچوي.
پي کې کې وسله واله مبارزه په کال ۱۹۸۴ کې د خپلواکۍ لپاره پیل کړه. د هغه وخت نه تر اوسه پورې په جګړو کې ۵۰ زره کسان وژل شوي دي.



