عراقي چارواکي وايي، د داعش ۳۶ غړي یې اعدام کړي

کابل ټکی کام ۳۱زمري/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د عراق امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې نن یکشنبه یې د داعش ډلې ۳۶ غړي د اعدام په سزا ورسول.
عراقي چارواکو ویلي دی، «دغو کسانو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د عراق د سلګونو سرتېرو په وژنه کې لاس درلودو.».
د چارواکو له قوله چې د داعش ډلې دغه جګړه ماران په ناصیریه نومي زندان کې په دار ځړول شوي دي.
د عراق د عدلیې وزارت یوه چارواکي اسوشیټډ پرس ته د نوم د نه ښودلو په شرط د دغو کسانو اعدامول هم تأیید کړي دي.
د یادولو ده، داعش ډلې هم څو ځله عراقي سرتیري نیولي او په ډول ډول سزاګانو یې رسولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button