
تخار: خواجه غار ولسوالۍ سقوط وکړ
کابل ټکی کام (۱ وږی ، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
تیره شپه دوه بجې د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په مرکز او امنیتي دفاعي پوستو طالبانو تعرضي بریدونه وکړل چې تر سهاره یې دوام وکړ.
د تخار ولایت چارواکي وایي چې د خواجه غار ولسوالۍ مرکز له یوې درنې نښتې وروسته د طالبانو لاس ته لویدلی دی خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالبان وایي چې جنګیالیو یې د خواجه غار مرکز، دفاعي او امنیتي پوستې په بشپړه توګه نیولي او دولتي عسکرو او پولیسو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولي ده، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې درې ټانکونه، شپږ عرادې رینجر موټر، لسګونه میله سپکې او درنې وسلې او پوځي مهمات یې غنیمت کړي دي. خو د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه یې مالومات نه دي خپاره کړي.
د خواجه غار ولسوالي په داسې مهال د طالبانو لاسته لویږي چې طالبانو د تخار په ګاونډ بغلان او کندز ولایتونو کې هم پراخې جګړې پیل کړي او د دولتي ځواکونو څخه یې د دهنه غوري ولسوالۍ په ګډون لسګونه پوستې پوځي قرارګاوې، ټانګونه او پوخي مهمات نیولي دي.



