
دنړۍ پای ( دریمه برخه )
ژباړه : م، نجم الرحمن ( فضلي )
خلکو ته د هغوی له ذهن سره برابرې خبرې وکړی
د قيامت نښانو په باره کې ځينې خبرې کوونکي خلک د عوام الناس يا د نويو مسلمان شويو په وړاندې داسې خبرې کوي کومې چې د هغوی له ذهن څخه پورته وي.
په دې سلسله کې مشهوره قاعده دا ده چې هره هغه خبر چې دستا په علم کې وي د بيانولو وړ نه ده او نه د هرې صحيح خبرې نشر کولو ته ضرورت شته، له دې امله چې عقلونه په هغې باندې له پوهيدو قاصر دي يا له دې امله چې هغوی له دې شيانو سره مناسبه رويه نه اختياره وي، يا له دې خبرې څخه کوم غلط مطلب اخلي.
د حضرت علي رضی الله عنه قول دی : خلکو ته هغه خبره وکړی په کومې چې هغوی پوهيږي، آيا تاسو غواړی چې د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تکذيب دې وشي ([1]).
د يوه بل روايت الفاظ داسې دي : اې خلکو ! ايا تاسو خوښوی چې الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم دروغژن وبلل شي؟ خلکو ته هغه خبر بيان کړی په کومه چې پوهيږي او هغه پريږدی کومه چې هغوی نه پيژني ([2]).
حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه وايي : که چيرته تاسو د يوه قوم په وړاندې داسې يوه خبر ذکر کړی کومه چې د هغوی له ذهني سطحې پورته وي نو دا په هغوی کې د ځينو خلکو لپاره فتنه جوړيږي ([3]).
د قيامت نښانو په نصوصو کې په مخته راغليو واقعاتو باندې د تطبيق قواعد
په ماضي قريب او بعيد کې د ديني ضعف په زمانو کې د قيامت نښانو په احاديثو کې په مخته راغليو واقعاتو باندې د تطبيق کولو سعې او کوشش شوی، بلکه په ځينو وختونو کې د ځينو واقعاتو متعلق په پوره وثوق سره ويل شوي چې دا د قيامت له نښانو څخه دي، لهذا ما دامناسب وبلله چې د قيامت نښانو په باره کې په راغليو حديثونو کې په مخته راتلونکيو واقعاتو باندې د تطبيق کولو په باره کې يو شمير اصول او ضوابط بيان کړم.
لومړی قاعده: له مونږ څخه د شريعت هيڅکله دا غوښتنه نه ده چې د قيامت نښانو په باره کې راغلي حديثونه په مخته راتلونکيو واقعاتو باندې ضرور تطبيق کړو، چونکه هر انسان په فطري ډول د خپلو ورځو او واقعاتو متعلق د ټولو حواسو په ذريعه د مخته راتلونکيو واقعاتو مشاهده کوي، لهذا دا واقعات چې څومره په دې انسان باندې اثر کوي، په نورو يې نه کوي، نور خلک د ماضي واقعات او حالات په خپلو حواسو او شعور کې په هغه ډول نه ساتي، لکه څرنګه يې چې هغه انسان ساتي کوم ته چې متعلقه واقعات مخته راغلي وي، دا چې انسان د نن ورځې واقعات هم پيژني، په همدې بنا د هغه لپاره د نن ورځې مصيبتونه هم د ماضي د دردناکو مصيبتونو په څير دي، لکه چې يو شاعر وايي:
يا زمانا بکيت منه
فلما صرت في غيره بکيت عليه
ژباړه :
زه د زمانې له سختيو څخه ژاړم، ليکن کله چې زه په بله زمانه کې ور داخل شم نو بيا زه د هغې تيرې شوې زمانې په ياد کې ژاړم.
اهل علم، معرفت او تقوه لرونکو ته روا دي چې د قيامت نښانو او د هغو واقعاتو د تطبيق په باره کې اجتهاد وکړي، لکه څرنګه چې حضرت عمر رضی الله عنه د ابن صياد په باره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په خپل اجتهاد سره وويل : چې دا دجال دی او نبي کريم صلی الله علیه وسلم د عمر رضی الله عنه په دې خبره هيڅ سوال ونکړ.
که چيرته د اجتهاد په نتيجه کې د امت مسلمه په صفونو کې انتشار او افتراق پيدا کيږي، يا د دغه اجتهاد په مقابل کې واضح شرعي دلايل موجود وي نو نه يواځې دا چې انسان له دې څخه منعه کړی شي بلکه په همدې باره کې زجر او توبيخ هم ورکړی شي، البته که کوم دليل ور سره وي بيا نه، د مثال په ډول: که چيرته د دغه اجتهاد په نتيجه کې خپل مينځي جنګونه شروع شي، يا کومه فتنه سر راپورته کړي، عزتونه پايمال شي يا د ستاسو اتحاد له منځه ولاړ شي نو داسې اجتهاد پرته له کوم شرعي دليله جايز نه دی.
د قيامت نښانو په باره کې واردو احاديثو ته کتونکي ځينې حضرات د ماضي او حال د ټولو واقعاتو او حالاتو جايزې اخستلو ته ډير ليوال دي او هغوی د داسې حديثونو په کومو کې چې د مستقبل لپاره پيشنګوئي شوې وي له موجوده واقعاتو او حالاتو سره د جوړ راوستلو په کوشش کې دي، مثلا : کله چې دا حديث د هغوی له نظر څخه تيريږي )يوشک اهل العراق ان لايجبی اليهم قفيز ([4]) ولا درهم( نږدې ده چې د عراق خلکو ته به د عجمو له لوري هيڅ غله او نقدي نه رسيږي ([5]).
نو دوی وايي: وګورئ ! دا د قيامت له نښانو څخه ده او دا واقع شوې، کله چې په سنه (۱۴۱۰ هجري مطابق ۱۹۹۰ عيسوي) کې امريکه د عجمو له لوري عراق په اقتصادي لحاظ محاصره کړ.
سره له دې چې قوي احتمال شته چې په حديث کې د دغې واقعې لور ته اشاره وي، مګر د حديث په داسې طريقه په وثوق سره په واقعاتو او حالاتو باندې تطبيق کول او بيا يې بالجزم بيانول صحيح نه دي.
له دې لويه غلطي هغه د ځينو اهل علمو له لوري د دنيا د عمر تعينول دي، ځينو ويلي : د دنيا عمر (۹۰۰) کاله باقي پاته دی او ځينو نورو ويلي : د دنيا عمر (۱۰۰۰) کاله باقي پاته دی، دا خبرې چې د کومو علماؤ په قول مشهورې دي، په هغوی کې امام سيوطي، امام سخاوي او ځينې نور حضرات شامل دي.
خلاصه د خبرې دا ده چې د کومې نښانې په باره کې له ښکاره شرعي دلپل پرته په وثوق او اعتماد سره دا ويل چې دا واقعه د قيامت له نښانو څخه ده يا په فلاني کال کې دا واقع کيدونکې ده جايز نه دي، لکه چې ډيرو خلکو د مهدي احاديث په ځينو مشخصو خلکو باندې تطبيق کړي او په پوره وثوق سره وايي چې فلانی سړی مهدي دی او بيا د دې دعوې په نتيجه کې ډيرې فتنې سر راپورته کړي، وينې توی شي او د واکمنو په مقابل کې بغاوت جوړ شي.
د کتاب (اسرار الساعة) مؤلف ليکي : دجال ته به په ايران کې د مهدي له ظهور وړاندې حکومت وسپارل شي، بيا وايي : دا دجال محمد خاتمي دی (مؤلف ده ته د آيت الله ګورباچوف نام ورکړی) ([6]).
يو بل مؤلف په خپل کتاب (المسيح الدجال) کې ليکلي : دا خبره په پوره وثوق سره کيدلای شي چې مهدي کوم ته چې امت په انتظار کې دی صدام حسين دی ([7]).
د کتاب (هرمجدن) مؤلف امين محمد جمال ليکلي : په ځينو حديثونو کې د سفياني نامې شخص ذکر راغلی، له هغه څخه مراد صدام حسين دی.
د کتاب (اشراط الساعة وهجوم الغرب) د مؤلف خيال دا دی چې له سفياني څخه مراد د اردن پخوانی واکمن شاه حسين دی ([8]).
په دغو دعوو کې په کومه يقين کول او بيا د هغې تعين کول او په پوره وثوق سره يې بيانول درست نه دي، که د مخته راتلونکيو واقعاتو په باره کې کوم ښکاره دلايل او قرائن د هغه څه تصديق وکړي کوم چې په احاديثو کې د قيامت په نښانو کې ذکر شوي، نو هغه واقعات به بيا په مکمل ډول باندې د هغې مطابق وي او د قيامت په نښانه کيدو کې به يې بيا کوم شک او شبه پاتې نه وي او په داسې واقعاتو باندې بيا د قيامت د احاديثو په تطبيق کې کومه مضايقه نشته، سره له دې چې د دې امر امکان هميشه باقي دی چې نور واقعات کوم چې له هغه سره مشابه يا له هغه څخه ډير واضح وي په هغو باندې احاديث تطبيق کړی شي.
د دې ځينې مثالونه :
(۱) امام مسلم رحمه الله روايت کړی چې سيده اسماء بنت ابي بکر رضی الله عنهما زوی عبد الله ابن زبير رضی الله عنهما چې کله د حجاج بن يوسف ثقفي لښکر وواژه نو هغه د حجازو (کومو چې ابن زبير شهيد کړی وو د لښکر مشر ته) مخاطب شو او وې ويل : رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته بيان کړی چې په قبيله ثقيف کې به يو کذاب او يو د وينو تويونکی ظالم پيدا شي، کذاب خو مونږ وليد او سفاک قاتل زما په ګمان له تا پرته بل څوک نه دی، حجاج چې دا خبره واوريده نو ولاړ او روان شو او د سيده اسماء خبرې ته يې هيڅ ځواب ورنکړ ([9]).
امام نووي رحمه الله فرمايلي: سيده اسماء چې د کوم کذاب د ليدو خبره وکړه : له هغه څخه مراد مختار بن ابی عبيد ثقفي دی کوم چې انتهائي دروغژن دی، د هغه بد ترين دروغ دا دي چې هغه دعوه کړې وه چې جبريل هغه ته راځي، د امت علماء په دې امر باندې متفق دي چې له کذاب څخه مراد مختار بن ابی عبيد ثقفي دی او له (مبير) يعنې سفاک قاتل څخه مراد حجاج بن يوسف ثقفي دی (والله اعلم) ([10]).
(۲) په صحيح مسلم کې حديث دی، حضرت ابو هريرة رضی الله عنه يې راوي دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې د حجاز له زمکې يو اور را ښکاره نشي په کوم سره به چې په بصری ([11]) کې د اوښانو غاړې روښانه کړی شي ([12]).
امام ابو شامه د دې واقعې د کيفيت بيانولو په وخت کې ويلي : په سنه (۶۵۴ هجري مطابق ۱۲۵۶ عيسوي د می مياشتې په ۲۹ د چهارشنبه په شپه) په مدينه منوره کې يو دردناک آواز پورته شو، له هغه وروسته زلزله راغله، په کومې سره چې زمکه، ديوالونه، چتونه او دروازې ولړزيدې او د جمعې شپې پورې وقفه په وقفه روانه وه، بيا يو ناڅاپه د بنو قريضه ؤ سره نږدې د تورو ډبرو (تيږو) لرونکې زمکې څخه يو لوی اور ظاهر شو، کوم چې مونږ په خپلو ښارونو کې په خپلو کورونو کې د ناستې په حالت کې ليده، مونږ دا محسوسوله چې له دې اور څخه ټولې کندې ډکې دي او هغه په وادي شظا کې د اوبو تر تيريدونکي ځايه ورسيد، له دغه اور څخه لوی لوی لمبې هم پورته راوتلې ([13]).
امام نووي رحمه اللهفرمايي : زمونږ په زمانه کې په سنه (۶۵۴ هجري) کې په مدينه منوره کې يو دردناک اور را ووت، د مدينې مشرقي لور ته د تورو ډبرو (تيږو) لرونکې زمکې له شا څخه ظاهريدونکی اور ډير دردناک وو، د هغه د ظهور خبرې په تواتر سره بيان شوې دي ([14]).
حافظ ابن حجر رحمه الله فرمايي : ما ته په ظاهره معلومه ده دا اور هغه دی کوم چې د مدينې شاو خوا ښکاره شوی دی او امام قرطبي او نور علماء کرام هم دا پيژني ([15]).
(۳) امام احمد په خپل مسند کې د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : قيامت هغه وخت قايميږي کله چې فتنې ښکاره شي، دروغ زيات شي، بازارونه سره نږدې شي (يعنې ډير شي) زمانه نږدې شي او هرج ډير زيات شي، پوښتنه وشوه : اې د الله رسوله ! دا هرج څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : قتل او خونريزي ([16]).
شيخ ابن باز رحمه الله په فتح الباري باندې په خپل تعليق کې فرمايلي : په حديث کې د مذکور تقارب ډير مناسب تفسير زمونږ په موجوده زمانه کې دا معلوميږي چې ښارونه او هيوادونه به له يوه بل سره نږدې شي او د هغوی تر مينځ به موجوده مسافه د هوائي جهازونو او موټرو په ذريعه په کمه موده کې طی کيږي (والله اعلم).
دويمه قاعده : د قيامت نښانې ډيره موده مخته هم واقع کيدلای شي:
اشراط قيامت هغه نښانې دي : کومې چې په قرب قيامت دلالت کوي، خواه هغه د قيامت له وقوع سره نږدې وي يا ليرې وي، د مثال په ډول د نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمان دی:
)بعثت انا والساعة کهاتين، وقرن بين السبابة والوسطی( ([17]).
ژباړه : زه او قيامت يو ځای داسې را ليږل شوي يو، بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم د شهادت او درميانه ګوتې سره ملاقي کړې او صحابه کرامو رضی الله عنهمته يې ور وښودلې.
له دې حديث څخه معلوميږي چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم بعثت او وفات د قرب قيامت له نښانو څخه دي، ګويا چې له دې وروسته واقع کيدونکې نښانې له قيامت سره ډير نږدې تعلق لري.
مونږ د قيامت نښانو زمانه د وقوع په اعتبار په لاندې اقسامو کې تقسيموو:
(۱) په هغوی کې يو شمير داسې دي کومې چې په عين هغې طريقې واقع کيږي په کومه طريقه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغو په باره کې خبر ورکړی وي، مثلا ً : لکه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم بعث، وفات او همدا شان د دروغژنو نبيانو ظهور وغيره.
(۲) ځينې داسې دي چې د هغوی ابتدائي برخه واقع شي او د وخت په تيريدا سره د هغوی پاتې برخه هم واقع شي، لکه د بازارونو له يو بل سره نږدېوالی، د کتابت عام کيدل او د قتل او خونريزي ډيروالی.
(۳) د قيامت يو شمير نښانې داسې دي کومې چې تر دا مهاله نه دي واقع شوې او په وروسته کې به واقع شي، لکه خروج دجال، خروج دابه وغيره.
دريمه قاعده : د قيامت نښانو په مخته راتلونکو واقعاتو باندې د غلط تطبيق نقصانات:
(۱) له دليل پرته بې سره او بې پښو خبرې :
کله چې تاسو په وثوق سره ووايی چې د قيامت فلانی نښانه په فلاني صورت کې واقع کيدونکې ده نو دا خبره ښکاره دليل يا شرعي قرينې يا استدلال ته محتاجه ده، حالانکه په دې باره کې هيڅ دليل يا قرينه موجوده نه وي، يوه رښتوني مؤمن ته د تحقيق او پلټنې حکم شوی دی، ښايست دا نه دی چې هغه د شريعت په امورو کې يا په شرعي خبرو کې له علم لرلو پرته خپلې ژبې خلاصې کړي.
(۲) د غير شرعي عمل ارتکاب يا د شرعي عمل پريښودل:
يو شمير خلک د داسې کتابونو مطاله کوي په کومو کې چې د مهدي ذکر شوی وي او ځينې وخت د همدغو کتابونو مؤلفين په وثوق سره دا خبره کوي چې فلانی سړی مهدي دی نو د کتاب لوستونکي په لوی شدت سره انتظار شروع کړي او خپل روز مره معاملات تر مهدي پورې وتړي، حتې چې ځينې حضرات اسونه او تورې واخلي تر څو چې په راتلونکو ورځو کې له مهدي سره يو ځای شي او د باطل په مقابل کې په جنګ کې شرکت وکړي.
ځينې داسې هم دي چې خپل واده يا د کور تعمير يواځې له دې امله پريږدي چې د خروج دجال زمانه د ده په سر ولاړه ده، لهذا دې شيانو ته څه ضرورت دی.
(۳) د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تکذيب
که چيرته په حتمي توګه دا وويل شي چې فلانی سړی مهدي دی او په وروسته کې ثابته شي چې دا خبر غلطه ده نو د هغې نقصان دا دی چې خلک به بيا د مهدي په باره کې له واردو احاديثو څخه انکار وکړي، همدا شان د قيامت نورې نښانې هم که له تحقيق پرته په واقعاتو باندې تطبيق کړی شي نو په دې سره هم خلک د هغوی په باره کې له واردو احاديثو انکار کوي.
د اشراط الساعة؛؛ معنا او مفهوم
الاشراط : دا د شرط جمع ده او په معنا د نښانې سره ده، اشراط الساعة مطلب دا چې د قيامت نښانې او د هغه اسباب، يعنې دا هغه نښانې دي له کومو وروسته چې قيامت واقع کيدونکی دی ([18] ).
الساعة : له دې څخه مراد هغه وخت دی په کوم کې چې قيامت واقع کيږي، د دغه نام (الساعة) يعنې ګړۍ ځکه ايښودل شوی چې دا ګړۍ يو ناڅاپه د خلکو په سر باندې دريږي او ټول مخلوق به د يوه سخت آواز په ذريعه مړ کيږي ([19] ).
[1] – صحيح البخاري، العلم، قبل الحديث : ۱۲۷، امام شاطبي د دغه حديث د مفهوم بيانولو په وخت کې ويلي ؛ يعنې د علم خپرول د خلکو له فهمونو سره مشروط شوي دي، لکه چې د يوې مسئلې بيانول د يوه قوم لپاره مناسب وي خو دا مسئله بيا د بل قوم لپاره مناسب نه وي.
[2] – صحيح مسلم، في مقدمة الصحيح :۱/ ۷۶.
[3] – صحيح مسلم، المقدمة، باب النهی عن الحديث بکل ماسمع.
[4] – قفيز: د پيماني يو قسم دی، کوم چې د عراق خلکو استعمالوه، لکه مونږ چې نن ورځ کلوګرام وغيره استعمالوو.
[5] – له ابو نضره څخه روايت دی چې مونږ له جابر بن عبد الله = سره وو چې نبي کريم 3 وفرمايل : نږدې ده د عراق اوسيدونکو ته به غله او نقدي نه رسيږي، مونږ عرض وکړ دا پابندي به د چا له لوري وي؟ هغه وفرمايل : د دوی لپاره به دا پابندي د عجمو له لوري وي، بيا هغه وفرمايل : نږدې ده د شام اوسيدونکو ته به کومه غله او نقدي نه رسيږي، مونږ عرض وکړ : دا پابندي به د چا له لوري وي؟ هغه په ځواب کې وويل : د روميانو له لوري (صحيح مسلم)
[6] – کتاب (اسرار الساعة) تاليف : فهد السالم،
[7] – صدام په سنه (۱۴۲۷ هجري د ذوالحجة په ۱۰ مطابق ۲۰۰۷ ميلادي کې ووژل شو) د (المسيح الدجال) د مؤلف نوم سعيد ايوب دی، مؤلف دا خبره د صدام د واکمنۍ پر مهال کړې وه.
[8] – د اردن بادشاه شاه حسين په سنه (۱۴۲۰ هجري مطابق ۱۹۹۹ عيسوي د فروري په ۷ وفات شوی) د (اشراط الساعة وهجوم الغرب) د مؤلف نام فهد سالم دی.
[9] – صحيح مسلم، الفضائل، حديث : ۲۵۱۵.
[10] – شرح صحيح مسلم للنووي، فضائل الصحابة، حديث : ۲۵۴۵.
[11] – دا حوران ښار دی کوم چې نن ورځ ټول د شام ملک يوه برخه ده.
[12] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۰۲.
[13] – وګورئ د امام قرطبي کتاب (التذکرة، ص : ۵۲۷).
[14] – شرح صحيح مسلم للنوي، الفتن، حديث : ۲۹۰۲.
[15] – فتح الباري شرح صحيح البخاري، الفتن، حديث : ۷۱۱۹.
[16] – مسند احمد : ۲/ ۵۲۰.
[17] – صحيح البخاري، الطلاق، حديث : ۵۲۰۱، وصحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۵۱.
[18] الصحاح للجوهری، مادة : شرط، والنهاية لابن الاثير، مادة: شرط.
[19] النهاية لابن الاثير مادة، سوع.



